حېدرآباد 31 جولائي (اے پي پي) د غربت تخفيف او سماجي تحفظ وفاقي وزيرې شازيه عطا مري په رورل هيلتھ سينټر جام نواز علي كښې جوړ كړ?? شوې دې بېنظير نشونما سينټر دوره كړ??٬ په دې موقع دې ووئيل چې د پېپلز پارټۍ لخوا تل د بې وځله اولس خېرښګړې لپاره ښه پروګرامونه پېل كېږي٬ د بېنظير نشونما سينټر د بېنظير انکم سپورټ پروګرام او د ورلډ فوډ پروګرام په مرسته په بي آئي اېس پي كښې رجسټرډ امېدارو مېرمنو او نوې زېږدلې كوچنيانو لپاره دے چې ورسره د ز??ه بچه د ښه صحت نتيجې رامخې ته كېږي۔ وفاقي وزير په دې موقع وئيل چې مستحق مېرمنې په بي آئي اېس پي كښې شاملولو لپاره ډائيامك سروے پېل شوې ده۔ په دې موقع اړوند چارواكي هم موجود وو۔ په دې موقع وفاقي وزيرې شازيه مري په بېنظير نشونما سينټر كښې بوټې نال كړو او دعا ئې هم وكړه۔