اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزي??ې مريم اورنګزېب فنكارو لپاره د هې??ت انشورنس رجسټرېشن فا??م اجرا كولو سره وئېلي دي چې حكومت د خبريالانو پشان فنكارو لپاره هم هې??ت انشورنس پروګرام پېل كړی دې٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف به ډېر زر پخپله فنكارانو ته هې??ت كارډ وركوي۔ دې د زيارت په ورځ فنكارانو لپاره د هې??ت انشورنس رجسټرېشن فا??م اجرا په موقع خيالاتو څرګندونه كوله۔ دې ووئيل چې 24-2023 په بجټ كښې د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل خبريالانو او مېډيا وركرز هې??ت انشورنس پروګرام لپاره فنډ بېل كړی شوې٬ خبريالانو لپاره د دې څخه وړاندې ويلفيئر فنډ وو خو موجوده حكوم?? هېلت انشورنس پروګرام هم پېل كړی۔ دې ووئيل چې فنكارز تل د پاكستان كلتور٬ تهذيب او ادبي ورثې ته وده وركړی٬ څنګه چې كلتور زمونږ ورثه ??ه۔ دغسې فنكار هم زمونږ ورثه ??ي۔ دې ووئيل چې د خبريالانو پشان د فنكارو لپاره هم هې??ت انشورنس پروګرام پېل كړی شوې۔ www.demp.gov فنكاران خپل ځان رجسټرډ كړي۔ دې ووئيلي چې د روغتيا تر آسانيو رسنه به د يو طريقه كار د لارې وركولې شي۔ فنكارانو ته به په پرائيوېټ روغتونونو كښې د علاج آسانۍ ترلاسه شي۔ دې ووئيل چې وزيراعظم محمد شهباز شريف به د محرم الحرام نه پس د دې پروګرام باقاعده اجرا كوي۔ د دې څخه وړاندې ټول فنكاران دې خپل رجسټرېشن بشپړ كړي۔ دې ووئيل چې د پروګرام په بشپړتيا د لارښودو مننه كوٶ۔