اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې حكومت د وزيراعظم شهباز شريف د وژن له مخې د س?? پېك منصوبو ته وده وركوي٬ سي پېك د كال 2014 نه تر كال 2030 لويه م??صوبه ده٬ چ?? پكښې بنيادي انفراسټركچر٬ توان٬ د ګوادر بندرځائ ترقي او صنعتي مرسته شامله ده۔ دا خبره ده په بحريه پوهنتون كښې په سي پېك تابيا كړې شوې سيمينار ته خپله وېنا كښې وكړه ۔ ده ووئيل لس كاله وړاندې چې كومه م??صوبه پېل كړې شوې وه ھغې نن ګرد هېواد كښې د لكهونو په شمېر د روزګار موقعې٬ سړكونه او د توان پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د پرمختګ رفتار ګړندې كړې۔ د پاكستان او چين د قيادت د دوراندېشۍ په سبب سي پېك ځانګړې ترقي كړې٬ د چين صدر شي جن پنګ د پاكستان دورې په م??ال ګوادر، توان، بنيادي ډھانچه او په صنعتي پرمختګ موافقت كړے ٬ د س?? پېك منصوبو په تناظر كښې 11 وركنګ ګروپ جوړ كړې شوې دي۔ ده ووئيل د ګوادر بندرځائ په تعمير او پرمختګ كښې كليدي كاميابۍ ترلاسه شوې٬ نن بندرځائ په بشپړه توګه فعاله دې٬ ګوادر هوائي مېدان٬ روغتون٬ د س??ندر اوبه د څښلو جوګه كولو لپاره پلانټ او نورې منصوبې هم جوړې كړې شوې دي، د س?? پيك منصوبې اقتصادي پرمختګ٬ روزګار او د اولس په ژوند ښه كولو كښې مركزي كردار لوبوي۔ ده ووئيل دې يوه م??طقه٬ يوه لاره م??صوبې په نړۍ كښې اقتصادي بحري مرستې ته وده وركړې ده۔