اسلام آباد۔5جولائی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف کيپټن کرنل شېرخان شهيد (نشان حيدر) ته د شهادت په 24 تلين په غوره ټكو كښې د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره وئيلي دي قام د كېپټن کرنل شېرخان شهيد پشمول خپلو ټولو شهيدانو ته سلام وړاندې کوي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم د دفتر پرېس ونګ لخوا جاري شوي پېغام كښی وزيراعظم ووئيل كېپټ?? كرنل شېرخان شهيد د پاكستان هغه زړور او مېړنى ??رزند دے چې د هغه مړانې، او زړورتيا دښمن هم اعتراف كړے۔ هغه 17 زره فټ پورته د ګلتري په مقام د ??ېو??د دفاع لپاره د خپل ??ان قرباني وركړه۔ ده ووئيل کېپټن کرنل شیر خان لكه د خپلې نامې شېر جوړېدو سره په دښمن بريد وكړو او هغوي يۍ د خپل ګران ??ېو??د پولو څخه لرې وزغلول۔ ده د كم شمېر ملګرو په ملګرتيا كښې د ??ېو??د د پولې دفاع وكړه۔ ده ووئيل قام به د خپلو شهيدانو ټول عمري له مقروض پاتې كېږي او د دوئي د درجو لوړوالي له به لاس په دعا وسي۔ ده ووئيل د مئي په 9 مه نېټه د کېپټن کرنل شېر خان په شمول د نورو شهيدانو د يادګارونو او مجسمو بې حرمتي كولو سره د پېښمانتيا تور تاريخ وليكلې شو۔ ده ووئيل ځوان كول دې د خپلو شهيدانو سترو قربانيو څخه ??ان خبر كړي۔ ده ووئيل د 9 مئې پېښې څخه دښمنانو ته دا پېغام لاړو چې مونږ د خپلو شهيدانو عزت نه كوؤ۔ ده ووئيل كوم شهيد چې د ??ېو??د دفاع له د خپل ??ان قرباني وركړې٬ د حرمت او ناموس حفاظت به ټول قام كوي او مجرمانو ته به سزا وركوي۔ ده ووئيل کېپټن کرنل شیر خان په خېبر پښتونخوا كښې نشان حېدر ترلاسه كوؤنكے اولنے شهيد دے۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دې شهيدانو ته لوړې درجې وركړي او غمجنيو كورنيو ته دې د صبر او زغم توفيق وركړي