لاهور 27 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په لاهور كښې د اوسني بارانونو په مهال د اوبو نكاس په نامناسب انتظام د ناراضګۍ څرګندونه كولو سره په ناقص كاركردګۍ د انكوائرۍ امر كړې، وزيراعظم پ?? راتلونكې كښې د متوقع بارانونو څخه پېدا كوٶنكي ممكنه صورتحال لپاره د بشپړه تيارۍ او د لوي اختر په موقع انتظاميې ته د الرټ پاتې كېدو امر وكړو۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له م??ې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په م??رۍ كښې د لوي اختر په موقع شمالي پنجاب په خاص توګه لاهور كښې د متوقع پري مون سون بارانونو پحقله تيارۍ لپاره د جاج غونډه شوې۔ په غونډه كښې وزيراعظم پ?? لاهور كښې د اوسني بارانونو په مهال د اوبو نكاس په نامناسب انتظام د ناراضګۍ څرګندونه كولو سره په ناقص كاركردګۍ د انكوائرۍ امر كړې۔ وزيراعظم امر وكړو چې صوبائي حکومت او ضلعي انتظاميه دې ?? ناقص نكاس آب صورتحال د ذمه وارو تعين كولو سره بې غوري كوٶنكي اړوند چارواكي په سمدستي توګه م??طل كړي۔ وزيراعظم ووئيل په سختو بارانونو كښې د اړوند ادارو سست اقداماتو وګړي ستونزو سره م?? كړې دي٬ وزيراعظم پ?? راتلونكې كښې د متوقع بارانونو څخه پېدا كوٶنكي ممكنه صورتحال لپاره د بشپړه تيارۍ او د لوي اختر په موقع انتظاميې ته د الرټ پاتې كېدو امر كړې۔ ده د لوي اختر په موقع د ممكنه بارانونو په صورت كښې ترلاسه ټول وسائل كارولو سره اېمرجنسي پلان مرتب كولو او د ښار نه د اوبو زر تر زره نكاس ممكن كولو لپاره د مشينرۍ په ترلاسه كېدو كښې رامخې ته م??ئلې په هنګامي بنيادونو د حل كولو هم امر وكړو۔ وزيراعظم امر وكړو چې په ټوله صوبه كښې د اختر په مهال د څرمنو راغونډولو سخته نګراني وكړئ دغسې چې ممنوعه تنظيم د قربانۍ څرمنې راغونډې نه كړې شي۔ ده د اختر په ورځو كښې د ښاريو د صفائۍ انتظامات باوري كولو او د لوي اختر د قربانۍ څاروو آلائش ځائ ته رسولو لپاره د بشپړه انتظاماتو هم امر وكړو۔ وزيراعظم امر وكړو چې د لوي اختر او پشكال په تناظر كښې د اولس سهولت لپاره خاص شكايات سنټر او كنټرول روم دې 24 ساعته كار وكړي۔ په غونډه كښې د پنجاب چيف سېكتر زاهد اختر زمان، د لاهور کمشنر او نورو صوبائي چارواكو ګډون وكړو۔