اسلام آباد 20 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف پاکستان سويټ هومز ته ټرانسپورټ لپاره څلور وېنز عطيه كړي دي۔ د نهې په ورځ وزيراعظم د ټرانسپورټ وېنز چابيانې د پاكستان سويټ هومز مشر زمرد خان ته حواله كړ??۔ په دې موقع وزيراعظم په پاکستان سويټ هومز کېډټ کالج كښې زده ??ړې ترلاسه كوؤنكو سره خبرو كښې ووئ??ل چې زمرد خان چې كومې ذمه وارۍ پغاړ?? اخستې دي لويے څښتن دے ورله اجر وركړي۔ ده كوچنيانو ته ووئ??ل چې محنت سره زده ??ړې ترلاسه كړ?? او د قام عظيم معمار جوړ شئ٬ تاسو د پاكستان سباٶن يۍ۔ په دې موقع زمرد خان د وزيراعظم مننه وكړه۔ وفاقي وزير رانا ثناء الله خان او د مسلم ليګ نون نور مشران هم په دې موقع موجود وو۔ د وزيراعظم لخوا چې پاکستان سويټ هومز ته كوم څلور ګاډي عطيه ??ړې شوې دي د ھغې ماليت 6 كروړه 20 لكه روپۍ دې۔ وزيراعظم په دې موقع كوچنيانو سره په وېن كښې سفر كولو سره د كوچنيانو ډاډګيرنه وكړه۔ ده كوچنيانو ته ووئ??ل چې ھغوي دې تعليم ترلاسه كولو سره د قام او هېواد خدمت وكړي٬ انجينئرز، ډاکټرز، سائنس دان، زرعي او د آئي ټي پوهان جوړ شۍ او د پاكستان خدمت وكړئ۔ ده ووئيل مونږ ??ولو له په ګډه پاكستان په صحيح معنو كښې د قائد پاكستان جوړول دي۔ په دې موقع د كوچنيانو خوشحالي د ليدو وه دوئي د پاكستان او وزيراعظم زندہ باد نعرې پورته كړ??