اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر ع??رف علوي اېف بي آر ته د وګړي د درې امپورټډ ګاډو په ناسمه نيلامۍ د رقم ادا كولو او هغه څخه د بخښنې غوښتلو امر كولو سره وئيلي دې چې د وفاقي محتسب د احكاماتو په ضد د شكايت كوٶنكي دائر درخواست د?? قبول كړې شي۔ د ايوان صدر پر??س ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت ووئيل كسټم چارواكو وګړي ته د نوټس جاري كوول نه غېر د ھغه د??ې ګاډي تقريباً د 30 لکه روپو په بيعه نيلام كړي اېف بي آر دې د وګړي نه معافي وغواړي او د نيلام شويو ګاډو بيعه دې ادا كړي۔ صدر مملکت ووئيل وګړې دې ټول دستاويزات وركړي دغسې چې اېف بي آر په 30 ورځو كښې ادائيګي وكړې شي٬ د رقم ادائېګۍ كښې دې ګټه هم شامل كړې شي ځكه چې د نيلامۍ رقم په سركاري خزانه كښې دې۔ ډاکټر ع??رف علوي ووئيل مالي زيان بې غوري ده۔ صدر مملکت ووئيل زيان د وګړي د غلطۍ نه بلكې د كسټم د غلطۍ له امله شوې۔ صدر د وګړي اپيل منظورولو سره ووئيل چې اېف بي آر دې د ګاډو د بيعې له مخې رقم ادا كړي