اسلام آباد 15مئي (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټوزرداری وئيلي دي چې پی ټی آئی د ریاست په ضد وسله پورته كړي، ریاست له به د دې ځواب وركول وي، اړي ګړي تر بخ??ني غوښتو د عمران خان سره خبري اتري نه كوو، بايد د سپریم کورټ د درې په مقابله كښې د څلورو ججانو په پريكړه عمل وكړې شي، 63 اے جلا جلا تشریح سره به يو هېواد ??ښې څنګه استحکام راشي؟۔ د ګل په ورځ د پارلمان شريكي غونډي ته وينا كښې بلاول بھټو ووئيل كوم?? پېښې چې كېږي او څه ډول چې د هېواد امیج خرابيږي هغه د افسوس وړ دې، په ریډیو پاکستان پېښور بريد شوي ، په جی ایچ کیو او د کورکمانډر په كور بريد شوي، دغسې پېښي مونږ په وړومبي ځل وليدلې، كله چې بھټو شهيد كړې شو نو پی پی پی کارمندانو په لاهور كښې خپل ځانونه سوځولي۔ كله چې په 86 كښې بے نظیربھټو هېواد ته راستنه شوه نو د جنرال ضیاء حکومت وو، لاهور كښې 30 لکهه وګړو د هغې هركلے كړې، هغه استقبال کوم مثال نه لري، كه شهیدې بی بی هغه ورځ وئيلې وو چې د بھټو قاتل او پی پی پی په كارمندانو ظلم او تشدد کوٶنكې اسلام آباد ??ښې ناست دې، هغه ورځ كه هغې د انتقام وئيلي ؤ نو د هغې به څه نتيجه وې؟۔ خارجه وزير ووئيل كله چې بے نظیرشهیده شوه نو آصف علی زرداری د پاکستان کھپے غږ پورته كړو، مونږ هغه وخت وئيلي شو چې د بی بی قاتل اسلام آباد ??ښې ناست دې نو د هغې به څه نتيجه ترلاسه شوې وې؟ خو مونږ هغه وخت د پاکستان کھپے او جمہوریت ښه انتقام دې غږ لګولې۔ ده ووئيل كله چې عمران پخپله وزیراعظم وو نو هغه د اپوزیشن لارښود نواز شریف، آصف علی زرداری او فریال تالپور په زندانونو او حوالات كښې په ليدلو خوشحاليدو۔ پخواني اپوزیشن لیډر څوك چې د کېنسر رنځور هم وو هغه به ئې چې زندان كښې ليدلو نو خوشحاليدو به۔ كله چې د نيب پخوانې چئیرمېن د هغه خبره ونه منله نو د يوې ميرمن د لاري ئې د هغه سکینډل جوړ كړو، بيا هغه ميرمن په وزیراعظم هاوس كښې بند كړې شوه ، فریال تالپور د آختر په شپه د روغتون څخه نيولې شوې او زندان ته لېږلې شوي، هند په كال 2019 كښې د مقبوضه ک??می?? حېثیت بدل كړې، ک??می??یانو سره د يووالي څرګندونې آختر مظفرآباد ??ښې لمانځلو خو د آختر په شپه اېم اېس بدل كړې شو او د شپې په تياره كښې روغتون څخه زندان ته ولېږله شوه۔ خارجه وزير ووئيل په عمران خان د برتانيې څخه د 190 ملیونه پاؤنډ د غبن تور دې، عمران خان وائي پخوانۍ وړومبۍ ميرمن ټرسټی ده د هغې څه قصور دې؟ شهباز شریف او مریم نواز هم ??و ټرسټی وو