جموں۔25اپرېل(اے پی پی) په مقبوضه جموں وكشمير كښې د هند بدنامې تحقیقاتي ادارې اېن آئي اے په يوه جعلي م??دمه كښې درې بې ګناه کشمیري ځوانانو ته د ټول عمري زندان سزا اورولې ده۔ د کشمیر میډیا ??روس له مخې په جموں كښې د اېن آئي اے يو خصوصي عدالت جج اشوني شرما د فنډنګ په جعلي م??دمه كښې كشميري ځوانانو ماجد عل?? شېخ ٬ شاه نواز او ماجد امين ته د ټول عمري زندان سزا واوروله۔ دا ځوانان د كال 2004 دسمبر مياشتې په 28 مه نېټه ګرفتار كړې شوې وو۔ د اېن آئي اے عدالت دې ځوانانو ته د ټول عمري زندان او ?? لس لس زره روپو جرمانې سزا اورولې ده۔