اسلام آباد 14اپرېل(اے پی پی)د تخفيف غر??ت او سماجي تحفظ وفاقي وزيرې او ?? بېنظيرانكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن شازيه مري وئېلي دي هېواد ته دا مهال رامخې ته شوے تر ټولو سنګين چېلنج معيشت دے او مونږ د زياتې شوې ګرانۍ په سبب غريبې طبقې ته د ورمخې ته شوو ستونزو څخه خبر يو۔د دې خيالاتو څرګندونه دې په اسلام آباد كښې د تخفيف غر??ت او سماجي تحفظ وزيرمملكت فيصل كريم كنډي سره شريك خبري كنفرنس په مهال كړې۔شازي مري ووئيل په هېواد كښې موجوده معاشي بحران د پاكستان تحريك انصاف د تېر حكومت د ناقص ح??مرانۍ او معاشي پالېسو نتيجه ده او هېواد د دې دلدل څخه ويستلو لپاره د زيات وخت او هڅو ضرورت دے ۔دې د پي ټي آئي په حكومت او معاشي پالېسو د تنقيد كولو سره د دې خبرې پخلے وكړو چې موجوده حكومت د پاكستان غريب اولس دړد څخه غافل نه دے۔ دې ووئېل د پي ټي آئي حكومت برعكس موجوده مخلوط حكومت د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام كلن بجټ 70 فيصده زياتولو سره د 235 ارب روپو نه 400 اربه روپو ته رسولے ۔دې ووئيل په بجټ كښې د اضافې څخه بي آئي اېس پي به د ټولنې غريب او ??ې وسه طبقې ته نيغ په نيغه رقم منتقلۍ سره له مرستياله ثابت شي۔خبري كنفرنس ته د تخفيف غر??ت او سماجي تحفظ وزير مملكت فيصل كريم كنډي ووئېل پي پي د رياستي ادارو ترمينځه د تصادم په حق كښې نه ده ٬دغه وجه ده چ?? د پاكستان پيپلز پارټي چيئرپرسن په هېواد كښې د موجوده سياسي پولرائزېشن څخه راپېدا شوي بحران مخ نيوي لپاره د اپوزېشن ګوندونو پشمول سياسي اسټيك ه??لډ??ز سره د خبرو اترو لپاره يوه مصالحتي كمېټۍ جوړه كړې۔شازيه مري د مېډيا پرسنز د پوښتنو ځواب كښې د دې خبرې پخلے كړے چې پارليمان سپريم اداره ده او ?? دې په تقدس كومه سمجهوته به ونه كړې شي