اسلام آباد۔12اپریل (اے پی پی) ریډیو پاکستان د هېواد آئین 1973 ګولډن جوبلي دستورو په مو??ع د کرکټ جشن اہتمام کړے ۔ سکارپین نائټس د ټورنامنټ په فائنل كښې ایف ایم 94 له په 9 وکټونو ماتې وركولو سره ریډیو پاکستان د رمضان کرکټ میله وګټله ۔ په 5 ورځني کرکټ ټورنامنټ كښې په مجموعي توګه 12 ډلو برخه واغسته۔ په فائنل كښې ایف ایم 94 په وړومبي بیټنګ كولو 6 اوورز كښې يوازې د يو وکټ په زيان 72 رنز جوړ كړل ۔ سکارپیئن نائټس د خونده ورې مقابلې نه پس هدف د میچ په آخري بال سر كړو ۔ د میچ په اختتام د انعامات تقسیمولو دستوره كښې کنټرولر جنرل اکاؤنټس مقبول احمد ګوندل د ډائریکټرجنرل ریډیو پاکستان طا??رحسن او د ریډیو پاکستان ډائریکټر نیوز اینډ کرنټ افیئرز امان اللہ سپره سره ګټونكو او ر??رز اپ له انعامات وركړل ۔په دې مهال اس مهال خاص مېلمه د قامي نشریاتې ادارې بحالي او د پاکستان آئین د 50 كاله دستورو په توګه د صحتمندانه هلو ځلو په انعقاد د ډائریکټر جنرل ریډیو پاکستان طا??رحسن هڅې وستائېلې۔ ده ووئېل دا ټورنامنټ وګړو له د حقونو وركولو اظهار دے د كومو چې آئین ضمانت وركړے۔ دغسې د ریډیو پاکستان ډائریکټر جنرل طا??ر حسن په دې مهال د آئین تر يوې مياشتې د ګولډن جوبلي په دستورو كولو د حکومت د اقدام ستائنه وكړه