بیجنګ۔3اپرېل(اے پی پی) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي د ه??وا?? معاشي پرمختګ لپاره بهر ه??وا??ونو كښې مېشته پاكستانيان مهم كردار ترسره كولے شي، د معیشت بحالۍ لپاره حكومت اصلاحاتي اقدامات پېل كړې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په چين كښې مېشته پاكستانيانو سره مذكراتي سېشن ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير د ه??وا?? په معاشي نمو او پرمختګ كښې په بهر ه??وا??ونو كښې د مېشته پاكستانيانو د قدر وړ مرسته ستائلو سره ووئيل تاركين وطن دې د موجوده حكومت اقتصادي بحالۍ حوال?? سره پېل كړ?? شوې ايجنډا كښې خپله برخه واچوي۔ ده د پاكستاني معيشت بحالۍ لپاره د حكومت د اصلاحاتي اقدام په اړه ووئيل كوم چې معيشت مستحكمولو له د حكومت هڅې په ډاګه كوي او هغه برآمداتو ته ترجيح وركول ٬ ځوانان خپلواكه جوړول ٬ په ډیجیټل ټیکنالوجیز كښې د پاکستان صلاحيت ته پام ګرځولو له اي پاكستان ته وده وركول ٬ په موسمياتي بدلونونو قابو موندلو له د چاپېريال حفاظت٬ د خپل خوراك حفاظت باوري كول٬ د توان څانګه ارزانه جوړول او د دې فوسل فيول څخه د تجديد وړ ذريعو ته منتقل كول ٬ د زده كړو او روغتيا د لارې په ه??وا?? كښې مساواتو ته وده وركول او ګړندي پرمختګ له وروستې پاتې سيمې ښه كول دي۔ احسن اقبال ووئیل چې د پاکستان د نورو ه??وا??ونو په مقابله كښې د وروستو پاتې كېدو اصل سبب سیاسي بې ثباتي او په اقتصادي پالیسیو كښې د تسلسل نشتوالې دې۔ اقتصادي پالیسۍ ګټورې جوړولو له لږ تر لږه د یوې لسیزې دوام ت?? اړتیا وي۔ ده ووئيل چې په كال 2018 كښې سي پېك د پاكستان نړيوال برانډ جوړ شوے وو او په ټوله نړۍ كښ?? سرمايه كارۍ لپاره پاكستان ته كتلې كېدل خو د بده مرغه 2018 څخه وروستو سي پېك متنازعه جوړ كړے شو چې له امله يۍ د پاكستان معيشت ته سخت زيان ورسېد۔ ده ووئيل موجوده حكومت پخوانے رفتار او په پاكستان كښې د سرمايه كارو باور بحالولو له په زړه پورې هڅې كوي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې په بهر ه??وا??ونو كښې پاكستاني مشنز دې تاركين وطن ته ټولې ممكنه آسانۍ وركولو له ټول ترلاسه وسائل وكاروي او د دوئي شكايتونه دې لرې كړي۔ ده ووئيل پاكستاني تاركين وطن سره دې د وزيراعظم شهباز شريف د هداياتو له مخې خبرې اترې روانې وساتلې شي۔