اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي)د تخفيف غربت او سماجي تحفظ وفاقي وزيرې/د بېنظير انكم سپورټ پروګرام(بي آئي اېس پي)چيئرپرسن شازيه مري او وزيرمملكت فيصل كريم كنډي سره د هالينډ سفير هيني فوكل ډي ويريز بي آئي اېس پي هېډكوارټرز كښې ملاقات وكړو۔دوي د هالينډ سفير د پروګر??م كاميابۍ څخه خبر كړو او د دې خبرې پخلې وكړو چې م??رمنې په ټوله نړۍ كښې چېلنجونو سره مخ دي او په پاكستان كښې هم د دې څخه مستثنٰی نه دي٬معاشي خپلواكي د هرې يوې م??رمنې بنيادي حق دې او د هغوي پسماندګي ختمول زمونږ مشن دې۔د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام مقصد د مېرمنو مالي معاونت باوري كول دي۔شازيه مري د اوسني سېلاب په مهال د نيدر لينډ حكومت لخوا د پاكستان مرسته وستائېله۔پاكستاني اولس د جنيوا كنفرنس په مهال د هالينډ لخوا د مرستې كولو مننه كوو۔دې هيله څرګنده كړه چې دواړه هېوادونه به د تجارت او معيشت په اړه اړيكې لا قوي كړي۔په دې موقع فرسټ سېكرټري لوټے هوفسټے او د پالېسۍ آفسره سندس ??نور هم موجود وه۔