جنيوا 09 جنوري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي تېركال په بدترين سېلاب كښې د بلوچستان او سندھ 20 ضلعو سره سره د پنجاب او خېبرپښتونخوا ځينو ضلعو ته سخت زيان رسېدلے۔ د ګل په ورځ انټر نيشنل کنفرنس آن کلائميټ ريزيليئنټ او د پ??کس??ان وړومبني پلېنري سېشن ته خپلې وېنا كښې ده ګډون كوونكو ته د بريفنګ په مهال ووئيل په كال 2022 كښې پاكستان كښې سخت سېلاب راغلے ٶ چې په سبب ئې 33 مېليونه كسان ځپلې شوي۔ ده ووئيل د بنيا??ي انفراسټركچر بحالۍ لپاره حكومت ته د 16 اربه ډالرو په هنګامي بنيادونو ضرورت دے۔ ده ووئيل د پاكستان وړومبۍ پام لرنه د اولس معمولات بيا پېل ??ول?? ته ده ٬ كوچنيانو او مېرمنو ته د صحت سهولتونه وركول او آبي نقائص٬ صحت او نور سهولتونه به په راتلونكو دريو كالو كښې د خپلو وسائلو څخه ترسره كوٶ۔ ده ووئيل د موسمياتي بدلون بيا مخنيوي لپاره د 14 اربه ډالرو منصوبه جوړه كړې شوې