اسلام آباد 29 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پرويزاشرف وئيلي دي چې د پاكستان تحريك انصاف (پي ټي آ??ي) استعفاګانو تصديق په اړه به د آ??ين ، قانون او قامي اسمبلۍ قواعد او ضوابط له مخې پريكړه كولې شي، د استعفاګانو تصديق لپاره د پي ټي آ??ي ټول غړي به په انفرادي توګه رابللې شي۔د زيارت په ورځ د پي ټي آ??ي پلاوي د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پرويز اشرف سره په پارليمنټ هائوس كښې د پخواني سپيكر اسد قيصر په مشرۍ كښې ملاقات كړې دې۔ پلاوي كښې پخوانې ډپټي سپيكر قاسم خان سوري، ملك عامر ډوګر، امجد خان نيازي ، فهيم خان ، ډاكټر شبير حسن ، لعل ملهي ، عطا الله او طاهر اقبال شامل وو۔ ملاقات كښې د پي ټي آ??ي د قامي اسمبلۍ څخه د استعفاګانو په معامله ?? خيالاتو څرګندونه شوې ده۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پرويزاشرف وو??يل په سياست كښې تمبې چا لپاره هم نه شي بنديدلې بلكه سياستمدار بايد خپلو كښې رابطي ولري۔ ده وو??يل د استعفاګانو تصديق په اړه به د آ??ين ، قانون او قامي اسمبلۍ قواعد او ضوابط له مخې پريكړه كولې شي او د پي ټي آ??ي ټول غړي به په انفرادي توګه رابللې شي۔ده وو??يل وړاندې هم د پي ټي آ??ي غړي د استعفاګانو تصديق په اړه رابللې شوې وو۔ راجه پرويز اشرف وو??يل د پي ټي آ??ي د كراچۍ څخه يو غړي د استعفيٰ منظورۍ منع كولو لپاره هائيكورټ ته رجوع كړې وه۔