اسلام آباد 20 دسمبر (اے پي پي)د توان كابينې كمېټۍ د كال 2013 نه تر 2018 په مهال د پېل كړے شوو د ګاز ډوېلپمنټ سكيمونو بنيادي ډهانچې او تعميراتي كار بشپړولو منظوري وركړې او وزيراعظم محمد شهباز شريف هدايت كړے ??ې په اسلام آباد كښې سركاري ودانۍ شمسي تو??ن ته د منتقل كولو منصوبه ډېر زر ??ړا??دې كړی شي۔د توان كابينې كمېټۍ مهمه غونډه د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د نهې په ورځ وشوه۔په غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير٬د منصوبه بندۍ وفاقي وزير٬د توان وفاقي وزير٬د پارليماني چارو وفاقي وزير٬د وزيراعظم صلاحكار احد چيمه٬د پېټروليم وزير مملكت٬د خزانې وزيرمملكت٬د وزيراعظم د خزانې خاص مرستيال او اعلٰی سركاري افسرانو ګډون كړے۔په غونډه كښې وزيراعظم ووئيل په اسلام آباد كښې سركاري ودانۍ شمسي تو??ن ته د منتقل كولو لپاره پلان زر تر زره ??ړا??دې كړئ۔دغسې وزيراعظم ته په ټول هېواد كښې د ګاز ډوېلپمنټ سكيمونو په اړه هم بريفنګ وركړے شو۔د توان كابينې كمېټۍ د 2013 نه 2018 په مهال د پېل كړے شوو ګاز ډوېلپمنټ سكيمونو انفراسټركچر/تعميراتي كار د بشپړولو منظوري وركړې