اسلام آباد 10دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د بشري حقونو نړيوال اصول او اقدار په ځائې ساتلو د خپل عزم پخلې كولو سره وئيلي چې په ډيرو کاميابيو او پاکستان كښې د ميرمنو په خپلواكه كولو،د ماشومانو حقونو او د رايو څرګندوني په آزادۍ كښې په پيش رفت وياړ لرو، پاکستان د فلسطين او جمو او کشمير اولس د خپلواكۍ حق حامي دې،بايد نړيواله ورورولي د هند غير قانوني تسلط كښې مقبوضه ??مو او کشمير په وګړو جبر او د بشري حقونو خلاف ??رزو ختمولو له په ګډه هڅي وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د بشري حقونو نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې كړې ده۔ده ووئي?? نن مونږ د بشري حقونو نړيوالي اعلاميې په 74 كاله پوره كيدو د نړيوالي ورورولۍ سره يو ،د بشري حقونو په دې نړيواله ورځ مونږ د خپلو کاميابيو خوشحالي لمانځو او د ب شريي حقونو نړيوال اصول او اقدار په ځائې ساتلو د خپل عزم پخلې كوو۔ده ووئيل د 1973 آئين د ??ول?? لپاره برابر حقوق او د تحفظ ضمانت وركوي، مونږ په ډيرو کاميابيو او پاکستان كښې د ميرمنو په خپلواكه كولو،د ماشومانو حقونو او د رايو څرګندوني په آزادۍ كښې په پيش رفت وياړ لرو۔ده ووئيل پاکستان د انساني وقار، آزادۍ او ??ول?? لپاره د انصاف ??ظريات مخ په وړاندې بوتللو له د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارو نړيوالو هڅو كښې پرله پسې مرسته كوي۔خارجه وزير ووئيل پاکستان د بشري حقونو نړيوالې ايجنډې پرمختګ كښې تر ??ول?? وړاندې دې،د بشري حقونو نړيواله اعلاميه او نسلي امتياز ختمولو نړيوال کنونشن پرمختګ كښې زمونږ په مرسته تر ويانا د بشري حقونو په اړه تاريخي نړيوال کنفرنسونو او بيجنګ کنفرنس وړولو كښې مهم کردار ترسره كړې۔خارجه وزير ووئيل بايد نړيواله ورورولي د هند غير قانوني تسلط كښې مقبوضه ??مو او کشمير په وګړو جبر او د بشري حقونو خلاف ??رزو ختمولو له په ګډه هڅي وكړي۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل د پاکستان اولس به د کشميريانو د خپل سباؤن پخپله تعين کولو حق لپاره د هغوي هلو ځلو كښې مرسته روانه ساتي۔