پېنډۍ 07 دسمبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال سيد عا??م منير د شورو په ورځ د پاکستان باني قائد اعظم محمد علي جناح په مزار حاضري كړې او هغه ته ئې پېرزوئنې وړا??دې كړې٬ د پوځ سرلښكر په مزار د ګلونو څادر غوړولو سره فاتحه خواني هم وكړه۔ آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر د كراچۍ کور هيډ کوارټرز دوره وكړه او د اپرېشنل ، سيکيو??ټي او د فارميشن د نورو چارو پشمول سندھ په خاص توګه د سندھ دننه د اوسني قدرتي آفتونو په مهال د سول انتظاميې د مرستې په اړه بريفنګ وركړې شوه۔ سرلښكر د آپرېشنل تيارو او په دې وروستيو كښې د سېلاب په مهال د سندھ تر اولس په سمدستي توګه په رسېدو د پاك پوځ او رېنجر دستو د هلو ځلو ستاېنه وكړه۔ سرلښكر صوبه په خاص توګه مېګالو پوليټن ښار کراچۍ كښې امنيتي او د م??فو?? ماحول په ځائ ساتلو لپاره د فارمېشن، اړوند ادارو او د قانون نافذ كوٶنكو ادارو ستائنه وكړه۔ د دې نه وړا??دې كراچۍ ته په رارسېدو د كوركمانډر لېفټيننټ جنرال محمد سعيد د سرلښكر هركلے وكړو