اسلام آباد 05 دسمبر(اے پی پی)د مواصلاتو وفاقي وزير اسعد محمود وئېلي دي چې هېواد به په سياسي او مع??شي توګه دومره مستحكمولې شي چې زمونږ ځوانانو له به د هېواد څخه بهر تللو ته حاجت نه وي بلكه هغوي ته به په پاكستان كښې د پرمختګ او خوشحالۍ ټولې موقعې ترلاسه وي٬د كنسټركشن ټېكنالوجۍ ټريننګ انسټي ټيوټ پشان نورې ادارې د هېواد په نورو ښارونو كښې جوړول پكار دي دغسې چې زمونږ ځوان د جديد تكنيكي صلاحيتونه لرلو س??ه د هېواد او قام لپاره سود مند ثابت شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د كنسټركشن ټېكنالوجۍ ټريننګ انسټي ټيوټ دورې او هلته د تربيت كونكو زده كونكو ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔د مواصلاتو وفاقي وزير مولانا اسعد محمود د مواصلاتو وزارت له مخې د كنسټركشن ټېكنالوجۍ ټريننګ انسټي ټيوټ وزارت دورې په موق?? د ??ي ټي ټي آئي ډائرېكټر كرنل(ر)عاطف جليل د هغه هركلے وكړو۔په د?? موقع د مواصلاتو سېكرټري او د سي ټي ټي آئي چيئرمېن كېپټن(ر)محمد خرم آغا هم د مواصلاتو وفاقي وزير سره وو۔