اسلام آ??اد??16نومبر(اے پی پی) صدرمملکت ډاكټر عارف علوي په لكي مروت كښې په پوليس وېن د ترهګر بريد غندنه او د قيمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي دا ډول د بزدلۍ كارروايۍ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د ملت عزم كمزورې كولې نه شي۔ د شورؤ په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د ترهګرۍ دې پېښه ك??ې د قيمتي ځانونو په زيان د ژور خفګان او افسوس څرګندونه وك??ه۔ صدر مملكت ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د قانون نافذ كوؤنكې ادارې قربانۍ د هېرولو نه دي٬ ملت په خپلو شهيدانو وياړ لريِ۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد د ځانونو قرباني وركوؤنكي به ملت ټول عمري ياد ساتي۔ ده زياته ك??ه چې دا ډول د بزدلۍ كارروايۍ د ترهګرو په ضد د اولس حوصله او عزم كمزورې كولې نه شي۔ ده د پوليس شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره هغوي له د لوړو درجو او غ??جنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وك??ه۔