اسلام آباد۔13نومبر(اے پی پی) د سېن??ټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د تركيه په استنبول ښار كښې د چاؤدنې پېښی په سختو ټكو غندنه ك??ې ده۔ د اتوار په ورځ په خپل بيان كښې ده د چاؤدنې په نتيجه د يو شمېر قيمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل په دې سخت وخت كښې مونږ خپل ورور هېواد تركيه سره ولاړ يؤ او غمجنيو كورنيو سره غمرازي كوؤ۔ د سېن??ټ چيئرمېن دعا وكړه چې پاك پروردګار دې پېښه ك??ې په حق رسېدليو له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او ځپليو كورنيو له د صبر او زغم توفيق وركړي۔ ده پېښه ك??ې ژوبل شويو لپاره د زر روغتيا هم دعا و كړه۔ دوهم چيئرمېن مرزا محمد آفریدی، د حكومتي ډلې مشر سېنېټر اسحاق ډار او د مخالفې ډلې مشر سېنېټر ډاكټر شهزاد هم په استنبول كښې د چاؤدنې پېښې سخته غندنه وكړه۔