اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ اسپيکر راجه پرويز اشرف او ډپټي سپيکر زاهد اکرم دراني وئيلي دي چې د آزادي په خاطر د مقبوضه کشمير اولس ځانګري قربانۍ وركړې دي۔دوي ووئيل د هندي عسكرو د ل??سو شهيد شوي کشميريانو وي??ه به بې ځايه نه ځي او هغه ورځ لري نه ده چې د کشمير وګړي به د خپلواكۍ خپل حق د هلو ځلو د لارې په مقبوضه کشمير كښې د آزادۍ لمر راښتلو سره اويني۔د كشمير مسئله د نيمي اوچي د تقسيم نامکمل ايجنډا ده د كومي د حل كولو نه غير چې سوئيلي اسياﺀ كښې كوټلې امن نه شي راتللې۔د دې خيالاتو څرګ??دو??ه ده د جمو شهيدانو ورځ په موقع په خپل پيغام كښې كړې ده كومه چې هر كال په 6 نومبر په ټول هېواد كښې عقيدت او احترام سره لمانځلې كېږي۔په دې موقع سپيکر ووئيل نن ورځ د 6 نومبر د هغه پېښي ياد تازه كوي كله چې ډوګره مهاراجه هري سنګھ پوځ جمو او خوا او شا سيمو څخه پاکستان ته هجرت کونكې ګڼ مسلمانان شهيدان كړې ؤ۔ده ووئيل ډوګره مهاراجه پوځ د لاسه شهيد شوي بې ګماه مسلمانانو وي??ه به بې ځايه نه ځي۔