اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثنا الله خان وئيلي دي د آئي اېس پي آر ډي جي او آئي اېس آئي واضح پېغام وركړے چې پاك پوځ به د ادارې په توګه غېر سياسي وي او د آئين په حدود كښې به كار كوي، ?? عمرا?? خان په صورت يوه ناوره څېره ادارو ته د آئيني حدود نه د انحراف كولو٬ آئين رد كولو او د غېر آئيني اقدامات خبرې كړي او د غېر جانبداره لفظ د كنځلو په توګه استعمال كړے شوے، د رېډ زون تحفظ لپاره د آرټيکل 245 له مخې پاك پوځ طلب كوٶ٬ وړومبي ليئر كښې به پوليس او سول آرمډ فورسز وي او په دوېم ليئر كښې به د پاك پوځ ځوانان وي٬ په هېڅ قيمت به پي ټي آئي رېډزون ته داخلېدو ته نه پرېږدو٬ كه سياسي وي يا غېر سياسي د هېواد معيشت او استحكام ته د زيان رسولو به بېخي چا له اجازه نه وركوو ۔ د زيارت په ورځ په پي آئي ډي كښې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښئ داخله رانا ثنا الله خان ووئيل نن چې كوم څيزونه رامخئ ته شوي ھغه قامي سياست او موجوده صورتحال كښې د اهميت وړ دي۔ ده ووئيل د خپلو مفاداتو په خاطر عمرا?? خان د پوځ سرلښكر ته تر نامعلومې مودې د پراختيا وركولو وړاندېز كړے٬ په تېرو درې نيمو كالو كښې عمرا?? خان د جنرل قمر باجوه په تعريفونو نه ستړے كېدو خو چې كله د ادارې په توګه پاك پوځ پرېكړه وكړه چې پاك پوځ به غېر سياسي وي نو دې كس بيا نيوټرل ته د ځناورو غوندې القابات وركول۔ ده ووئيل عمرا?? خان د كركې او د قام د تقسيم سياست كوي٬ په كوم قام كښې چې دا ډول منفي كردار وي ھغه هېواد پرمختګ نشي كولے۔ رانا ثنا الله خان ووئيل كه اداره د عمرا?? خان په حق كښې وي نو ھغه اداره محب وطن او كه د كار كولو نه انكار كوي نو اداره مير جعفر ، مير صادق او غداره شي۔ ده ووئيل د ارشد شريف په وفات مهم حقائق رامخې ته شوي٬ عمرا?? خان خپله پروپېګنډه پېل كړې چې ارشد شريف په ېرولو بهر لېږلے شوے ٬ دا هم ھغسې سازش ښكاري څنګه چې د عمرا?? خان د سائفر سازش ٶ، په دې معامله كښې به هم د عمرا?? خان د ګېم شواهد ډېر زر قام ته رامخئ ته شي۔ ده ووئيل د خېبرپښتونخوا حكومت يو تهرېټ الرټ د ارشد شريف پحقله جاري كړے٬ دا الرټ فرمائشي ٶ ٬ د دې مقصد ارشد شريف ېرول وٶ چې ته به په اسلام آباد كښې قتل كړے شي، ?? دې تھرېټ الرټ به تحقيقات كولې شي٬ ده ووئيل ارشد شريف دوبئۍ ته لېږلے شوے ؤ ٬ د ھغه د ويزه موده ختمه وه خو تر ننه داسې نه دي شوې چې په دبئۍ كښې ويزه ختمېدو نه پس په سمدستي توګه سړے ډي فورټ كړے شي٬ څنګه وېرولے شو او بيا د دبئۍ نه كينيا ته ولېږلے شو ٬ تر اوسه تحقيقات رامخئ ته شوي او د تصديق د عمل نه پس به حقائق قام ته وړاندې كولې شي۔ ده ووئېل عمرا?? خان چې كله هم لانګ مارچ كوي نو ده ته مړي ملاوېږي٬ د كال 2014 لانګ مارچ كښې د ماډل ټاون مړي وو او اوس ورته د ارشد شريف مرګ ورمخې ته دے، په دې د خپلې فتنې او فساد بنياد اېږدي۔ ده ووئيل شپږ ورځې وړاندې عمرا?? خان وئيلي وٶ چې د زيارت يا د جمعې په ورځ د لانګ مارچ شېډول جاري كولو اعلان به كوم او بيا څه وشول چې ناڅاپه دوه ورځې وړاندې عمرا?? خان د لانګ مارچ شېډول جاري كړو۔ ده ووئيل ټولو سياسي، ??حافتي ، ورکرز او مشرانو له د خوشحالۍ خبره ده چې نن د آئي اېس پي آر ډي جي او د آئي اېس آئي ډي جي په سپينو ټكو پېغام قام ته وركړے چې دا پرېكړه د ادارې ده چې پاك پوځ به غېر سياسي وي او خپل آئيني حدود كښې به كار كوي۔ ده ووئيل دې هلو ځلو له د سياسي ګوندونو پشمول ټولو ډېرې قربانۍ وركړي ۔ ده ووئيل امن او امان لپاره رېنجرز ، اېف سي ، اسلا م آباد پولي?? ، ??ندھ پوليس او نورو آرمډ فورسز خدمات ترلاسه كړې شوې دي كه مونږ ته باور رانه كړې شو نو د اسلام آباد په داخلې لارو به د دوي لاره ونيولې شي۔ ده ووئيل په يو قېمت به پي ټي آئي په رېډ زون كښې داخلېدو ته نه پرېږدو، د ايوان صدر ، وزيراعظم هاٶس ،آف?? ، ??پريم کورټ سره سره د ټولو ادارو فول پروف سکيورټي به باوري كوٶ۔ د رېډ زون تحفظ لپاره د آرټيکل 245 له مخې پاك پوځ طلب كوٶ۔