اسلام آباد۔24اکتوبر (اے پی پی) نن چې په ټ??له نړۍ کښې د ملګرو مل??ون?? ورځ لمانځل کیږي، کشمیریان د ریفرنډم په اړه د نړیوالې ادارې د قراردادونو عملي کېدو ته سترګې په لار دي۔ د کشمیر میډیا سروس لخوا په جاري شوي یو رپورټ کښې وئیل شوي چې ??ن ملګري مل??ون?? د خپل په باضابطه توګه جوړېدو 77 مه كليزه لمانځي٬ هند كشمير سره اړوندو د سلامتي كونسل د قراردادونون پرله پسې خلاف ورزي كوي۔ په رپورټ كښی وئيلي شوي دي چې د ملګرو مل??ون?? ورځ دا خبره په ګوته كوي چې د 7 لسيزونو نه زياته مودې لپاره د ملګرو مل??ون?? په ايجنډا پاتې شو?? د كشمير مسئله حل نه شوه۔ دا په هلو ځلو كښې د بوخت كشميري اولس د بشپړه ملاتړ وخت دے۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې د ملګرو مل??ون?? قراردادونه د كشميري اولس د آزاد او سپ??ځلي رېفرېنډم د حق توثيق كوي او ملګري مل??ون?? د كشميري اولس خپلواكۍ حق سره د اړوندو ذمه وارو ترسره كولو پابند ده۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي چې د بی جے پی په مشرۍ كښې د هندي حكومت د 5 اګست 2019 اقدامات جموں وكشمري سره اړوند د ملګرو مل??ون?? د قراردادونو په ضد دي۔ د كشمير شخړې نه حل كېدو د ملګرو مل??ون?? په اړه يو شمېر پوښتنې رامخې ته كړې دي ولې چې دا دې ذمه واري ده چې د كشمير په اړه په خپلو قراردادونو عملدرآمد باوري كړي۔ رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې نړۍ بايد د ملګرو مل??ون?? د تسليم كړې شو?? خپلواكۍ لپاره د كشميري اولس د هڅو ملاتړ وكړي ٬ په سوئيلي آسيا كښې امن او استحكام لپاره د ملګرو مل??ون?? د قراردادونو په رڼا كښې د كشميرې مسئلې حل ضروري دے