نیویارک۔22ستمبر(اے پی پی) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 77 مې غونډې په موقعه په CoP-27 ګول مېز كنفرنس كښې ګډون كړے۔ د خارجه دفتر له مخې خارجه وزير ووئيل موسمياتي بدلون ټولو ملتونو او خلقو لپاره يو سخت خطر دے ٬ د دې مضمرات ښكاره ليدلې شي كوم چې زياته تباهي كونكې دي او د دې څرګندونه په پاكستان كښې د راغلو سختو سېلابونو څخه كېږي۔ ده ووئيل په نړيواله كچه د ګرين هاؤس ګېسونو په ??خراج كښې د پاكستان د كمې برخې باوجود پاكستان د ګرمۍ سختو چپو ٬ د واورې طوفانونو ٬ اوچ كالۍ ٬ طوفاني بارانونو او د سخت پشكال غوندې قدرتي آفتونو سره مخ دے چې په نتيجه كښې يۍ پاكستان ته د بشري ځانونو سره سره معاشي زيان هم رسېدلے دے۔ خارجه وزير د اوسني سېلاب د لاسه د رامخې ته شوې تباهۍ ذكر كولو س??ه ووئيل د سېلاب د لاسه د ځاني او معاشي زيان سره سره مهم انفراسټركچر هم زيانمند شوے۔ ده ووئيل معيشت ته د 30 اربه نه د زياتو ډالرو زيان رسېدلے۔ خارجه وزير د روانې مياشتې په پېل كښې پاكستان سره د يووالي څرګندونه كولو له په ??وره كولو د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر مننه وكړه او د ملاقات په مهال يۍ پاكستان لپاره د بېلو هېوادونو د لارښودو د نېكو هيلو ستائنه وكړه۔