نیویارک۔21ستمبر (اے پی پی) خارجه وزير بلاول ??ھټو زرداري وئيلي دي د کشمیر مسئلې حل كولو نه پرته په سوئيلي آسیا کې امن نه شي راتللے٬ پاكستان د جموں وكشمير شخړې هواري له هند سره يو وارې بيا خبرو پېل كولو له چمتو دے٬ دې ډول ??برو اترو له سازګار چاپېريال جوړول ?? هند ذمه واري ده۔ او آئي سي رابطه ګروپ د مقبوضه كشمير ناوړه صورتحال پلو د نړۍ پام ګرځولو كښې مهم كردار ترسره كړے ٬ او آئي سي دا معامله بايد د ملګرو ملتونو په ا??ون??و فورمونو پورته كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 77 مې غونډې په موقع د او آئي سي د جموں و کشمیر رابطه ګروپ وزارتي غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې دا مهال 9 لكه عسكر موجود دي۔ د هند پوځ د ظلم او جبر اقدامات كوي۔ خارجه وزير ووئيل هندي چارواكو ټول ??ريت قيادت كوم چې د كشميري اولس د سياسي هيلو حقيقي نمائندګان دي په زندانونو كښې اچولے دے۔ بلاول ??ھټو زرداري ووئيل په “هندوتوا” نظریه عمل كولو سره په هند كښې د آر اېس اېس بي جے پي حكومت د څلورم جنېوا كنونشن په شمول ?? نړيوال قانون سخته خلاف ورزي كولو سره په مقبوضه سيمه كښې غېر قانوني آبادتي بدلونونه پېل كړي۔ نوي د “ډومیسائل قانونونه ” معارفي كولې شي او په مقبوضه كشمير كښې پاتې كېدو لپاره د ګرد هېواد څخه هندوانو ته 40 لكه څخه زيات جعلي ډوميسائل سرټيفيكېټ جاري كړې شوي۔ د بهرنیو چارو وزیر ووئیل د کنټرول لائن په اوږدو كښې په 25 فروري 2021 د جنګ بندۍ لوظ نامه په اېل او سي امن راوستو ٬ د كشميري اولس قيمتي ځانونو بچ كولو او د اېل او سي دواړو اړخونو ته د كشميري اولس مصيبتونو كمولو له د پاكستان د هڅو يو غوره مثال دے۔ ده ووئيل مونږ هيله لرله چې هند به د شخړې هواري له او د خبرو اترو بحالۍ له مثبت ګامونه پورته كړي خو د دې په ضد هند خپل ظلمونه لا زيات كړي۔ ده ووئيل ٬ پاكستان د جموں وكشمير شخړې هواري له هند سره يو وارې بيا خبرې پېل كولو له چمتو دے٬ دې ډول ??برو له سازګار چاپېريال جوړول ?? هند ذمه واري ده۔ بلاول ??ھټو زرداری ووئيل او آئي سي له به دا معامله د ملګرو ملتونو په ا??ون??و فورمونو پورته كولو كښې خپل كردار ترسره كول وي په كوم كښې چې د رابطه ګروپ لخوا سلامتي كونسل ته د مشتركه خط ليكلو امكان هم شته۔