ګوجرانواله 17ستمبر (اے پي پي) د توان وفاقي وزير (پاور ډويژن) انجينئر خرم دستګير خان وئيلي دي چې پاكستان آرمي په مرسته 500 كے وي ګرډ اسټيشن دادو بچ كړې شوي،د لوے څښتن مننه كوو چې هنګامي حالات كښې په وخت بند تړلو سره ئې ګرډ اسټيشن بچ كړې، دادو كښې سيلاب ځپليو لپاره خيمې جوړي كړي،هلته وګړو له داروګان او نوري آسانۍ وركړې كېږي ٬ ضلعي انتظاميې سره د ميټنګ نه پس د داروګانو د كمي مسئله هم حل كړې شوي۔ده ووئيل نن څخه لس ورځي وړاندي مونږ متبادل ذريعو څخه د هېواد سيلاب ځپليو سيمو كښې د برېښنا نظام بحال كړې ؤ،اوس پريوتي ټرانسميشن، ټاورز او لائنونو تعمير بشپړولو سره دادو، خضدار او سبّي كښې هم ريګولر ذريعو څخه برېښنا بحالي شو?? اوس هم د سندھ ځيني تحصيلونو كښې اوبه ولاړي دي،د برېښنا كمپنيو فيلډ كښې كار كونكو ټولو افسرانو او مل??زم??نو هڅي د ستائني وړ دې۔ سكھر اليكټرك پاور ځيني سيمو كښې سټاف كار كولو سره د برېښنا لائن بحال كړې دې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده ګيپكو هيډ كو??رټ?? كښې دستوري پرېس كنفرنس په مهال ميډيا نمائندګان ته وينا كښې وكړه۔وفاقي وزير ووئيل نيټ ميټرنګ په اړه خپاره شو?? خبرونه صداقت نه لري،نيپرا د اړخه پريس ريليز هم جاري شو?? دې چې نيټ ميټرنګ او د دې په كاسټ كښې كوم بدلون نه دې شو??، لس زره ميګا واټ سولر كوم اقدامات چې كوو هغه نيټ ميټرنك سره كوم تعلق نه لري۔