اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي)د خزانې وزير مملكت عائشه غوث پاشا وئېلي دي هزاريه پرمختيائي اهداف كښې روغتيا٬تعليم٬هنرمندي٬د څښكلو پاك?? اوبه وركول٬د اوبو ويستلو مهم موضوعات شا??ل دي۔مونږ له به خپلو ځوانانو ته ښه تعليم او هنر ښودل وي٬د پرمختګ ميوې تر غريبې طبقې نه رسېدل بدقسمتي ده٬مونږ له به د كركيل?? او كلي والو سيمو پرمختګ ته پام كول وي۔د نهې په ورځ د بين الپارليماني ائتلاف سېمينار ته د وېنا كولو په مهال دې ووئيل د پاكستان د آبادۍ 65 فيصده په ځوانانو مشت??ل ده٬مونږ له به د ځوانانو لپاره د روزګار موقعې زياتول وي٬د نجي څانګې پشمول هرې څانګې ته به په دې لړ كښې خپل كردار ادا كول وي٬په بشري وسائلو سرمايه كاري زمونږ وړومبۍ ترجيح پكار ده ۔دې ووئيل پاكستان دا مهال د سېلاب څخه په لويه پېمانه تباهۍ سره مخ دے٬ 3 كروړه 30 لكه كسان ځپلي شوي٬په لاكهونو ايكړه ولاړ فصلونه تباه شوي۔دې ووئيل دا مهال په سېلاب ځپليو سيمو كښې د 6 لكه څخه زياتې مېرمنې حاملې دي چې پكښې 75 ??ره هم دا مياشت د ماشومانو د زېږېدنې سره مخ كېدې شي ٬د هغوي لپاره د طبي آسانيو ضرورت دے