اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي)د اقتصادي چا??و وفاقي وزير سردار اياز صادق وئېلي دي پا??ستان خپلو ترقياتي شراكتدارو سره په ګډه د اوسنو بارانونو او سېلاب څخه د شوي زيان رپورټ ته حتمي شكل وركوي۔ده دا خبره د ګل په ورځ د كاناډا نړيوال پرمختګ وزير هرجيت اېس سجن په مشرۍ كښې پلاوي سره په ملاقات كښې وكړه۔وفاقي وزير د پلاوي د اقتصادي چارو په وزارت كښې هركلے وكړو او د پا??ستان د معاونت او يووالي څرګندونې په اړه ئې د كاناډا عزم وستائېلو۔سردار اياز صادق د كاناډا خپل هم څنګ ته د غېر معمولي بارانونو او سېلاب په سبب پا??ستان ته د رامخې ته شوي صورتحال نه خبر كړو۔ده ووئيل پا??ستان كښې په كال 2010 كښې سېلاب د ګليشيئر وئېلې كېدو په سبب رامخې ته شوے ؤ خو دې ځل دا د موسمياتي بدلون په سبب رامخې ته شوے۔د كاناډا وزير په پا??ستان كښې د سېلاب به امله په ځاني او مالي زيان د زړه نه غمرازي او د افسوس څرګندونې سره ووئېل مونږ د سېلاب د تباهۍ احساس لرو د كوم څخه چې پا??ستان تېرېږي٬په دې سخت وخت كښې كاناډا د پا??ستان سره ولاړه ده۔ده ووئيل كاناډا د پا??ستان قوي اتحادي دے۔په كاناډا كښې د پا??ستان يو قوي كميونټي ده كومه چې د پا??ستان وروڼو او خوئېندو مرستې لپاره ناقلاره ده او چې څومره مرسته ك??لې شې كوي به ۔وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم پخپله د نېشنل فلډ رېسكيو كوآرډينېشن كمېټۍ غونډو د لارې هره ورځ د مرستې هلو ځلو څارنه كوي٬د رېسكيو او مرستې هلو ځلو سپيځلتيا لپاره خاص سټيئرنګ كمېټي هم جوړه كړی شوې ۔دغسې د كاناډا وزير د پا??ستان حكومت هڅې وستائېلې