ملګ??ي ملتونه 08 ستمبر (اے پي پي)پاكستان د ملګرو ملتونو د ماشومانو په اداره يونيسف غږ كړے چې هغه په سېلاب ځپليو سيمو كښې د ماشومانو تعليم لپاره د سكولونو بېا پرانست??و له مرسته وكړي او د ادارې ايګزېكټو بورډ د پاكستان 8 كروړه ماشومانو بهترۍ لپاره د 4 كلن كنټري پروګرام له مخې د 900 ملين ډالرو منظوري وركړې۔په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازي منير اكرم د بورډ غونډې په مهال ووئيل خوراك٬علاج معالجه او د اوبو څخه د پیدا كېدونكو رنځونو مخ نيوي ٬ ماشومانو ته د حفاظتي ټيكو لګولو او دوي ته عذائيت وركو??و لپاره د مرستې ضرورت دے۔ده ووئيل په پاكستان كښې په لويه پیمانه د سېلاب تباهي د موسمياتي ??دلون مظهر دے چې په وجه يې 3 كروړه 30 لكه خلق ځپلې شوي او په سمدستي ??وګه مرستې ته ضرورت لري۔ده ووئيل هيله ده چې يونيسف به پاكستان سره په ګډه د لاكهونو په شمېر د ماشومانو بحالۍ لپاره فعاله كردار ترسره كړي