اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي)د الخدمت فاؤنډېشن اسلام آباد سيوري لاندې د جمعې په ورځ د ب??وچ??تان ايمرجنسي اپيل په موضوع د سېمينار اهتمام شوے چې پكښې د ب??وچ??تان الخدمت فاؤنډېشن صدر٬د شمالي پنجاب الخدمت صدر پشمول اېن جي اوز٬خبريالانو او سول سوسائټۍ كسانو ګډون كولو ۔سېمينار ته د وېنا كولو په مهال د الخدمت فاؤنډېشن اسلام آباد صدر حامد اظهر ملك ووئيل بلوڅ زمونږ وروڼه دي او ب??وچ??تان ته زمونږ د مرستې ضرورت دے۔الخدمت فاؤنډېشن د سېلاب ځپليو هر ممكنه مرستې لپاره هڅې كوي۔ده ووئيل الخدمت فاؤنډېشن اسلام آباد د ب??وچ??تان سېلاب ځپليو لپاره 70 لكه روپۍ نغدې او د 40 لكه روپو ماليت خشك سامان به(نن)د خالي په ورځ لېږي۔د پنجاب شمالي الخدمت فاؤنډېشن صدر رضوان احمد ووئيل زمونږ ډلې د سېلاب ځپليو لپاره د راشن او داروګانو بندبوست كوي او مونږ له په دې موقع د ب??وچ??تان اولس سره اوږه په اوږه اودرېدل ??كار دي۔ده ووئيل د ب??وچ??تان پشمول د پاكستان په بېلو برخو كښې سېلاب تباهي كړی او ګڼ شمېر كورونه غورځېدلې او ګڼ خلق په حق رسېدلې دي۔د ب??وچ??تان الخدمت فاؤندېشن صدر جميل احمد ووئيل په ب??وچ??تان كښې د سېلاب له امله په لويه پیمانه تباهي شوې او اوس هم د لسبيله ډېرو ځايونو ته خلق نه دي رسېدلې۔ده ووئيل دا مهال خلقو ته په لويه پیمانه د خشك راشن او داروګانو ضرورت دے۔د ب??وچ??تان پخواني ډي سي اورنګزېب ووئيل الخدمت فاؤنډېشن په هر سخت وخت كښې د ضرورت مندو سره اودرېږي او د هغوي خذمت د تقليد وړ دے