اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ځوانانو ته د جديد تعليم په كالو د ځان سنګارولو په ??رورت زور راوړولو سره وئېلي دي چې يو مكمل انسان لپاره تعليم سره تربيت هم ضروري دے۔ صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ د غلام اسح??ق خان انسټي ټيوټ 26م كانووكېشن ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔ ده ووئيل چې پوهنتونونه دې د ټولنې اخلاقيات او اقدارو ته خاص پام وكړي٬مونږ له به د تعليم نظام ښه والي پلو پام كول وي۔ صدر مملكت ووئيل چې بشري وسائل او د ذهنونو پرمختګ تعليم سره تړلې دے۔زده كونكي دې د تعليم سره سره رابطې او ژبې او بيان صلاحيتونو كښې زياتوالي ته خاص پام وكړي۔ صدر مملكت ووئيل چې په ??ې زمانه كښې په ??ندۍ سره په ??اتلونكو بدلونونو ځان پوهه كول وي۔ د ټېكنالوجۍ په مرسته علم ته رسنه زياته شوې۔ ده ووئيل چې د انسان د تجزيه كارۍ او د فيصله سازۍ صلاحيتونو بنيادي اهميت اختيار كړے۔ د قدرتي وسيلو په نسبت د انساني او فكري وسيلو اهميت زيات شوے۔ صدر مملكت ووئيل چې په ??وسني دور كښې علم د پرمختګ يوازنۍ لار ده٬پاكستان ته د هنر مند او تربيه ??وې انساني وسيلو سخت ضرورت دې۔صدر مملكت ووئيل چې پاكستان د اخلاقياتو په لحاظ هم برتري لري٬پاكستان تر 40 كاله د 40 لكه افغان كډوالو كوربتوب كړې۔په پاكستان كښې اولس د زلزلې او سېلاب په ??ورتحال كښې د خېرښېګړې په چارو كښې بشپړه برخه اخلي۔ صدر مملكت ووئيل چې سرسيد احمد خان٬علامه اقبال او ق??ئد??عظم مونږ د قوم په ??ېث پورته كړی يو۔ده ووئيل چې د پاكستان پرمختګ لپاره د جمهوريت تجارت او جزبې ضرورت دې۔ده ووئيل چې په ??ده كونكو د ټولنې د پرمختګ او خېرښېګړی خاص ذمه واري راځي