اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د وزيراعظم د وژن له مخې تر ګرين پاور د عامې رسنې عمل اسانولو لپاره عملي اقدامات پېل كړې شوي دي او په دې لړ كښې د شمسي توان په پروژو كار پېل كړے شو??. هغې دا خبرې د خالي په ورځ د مسلم ليګ ن لارښود او د ټاسك فورس كمېټې كنوينئر شاهد خاقان عباسي په مشرې كښې ?? سولر انرجي په اړه د قام ټاسك فورس په مهمه غونډه كښې د ګډون كولو نه پس وكړې. په غونډه كښې د ټاسك فورس نورو غړو هم ګډون وكړو. د اطلاعاتو وفاقي وزيرې ووئيل چې ټاسك فورس كمېټې سولر انرجي زياتولو لپاره د بېلا بېلو اقداماتو جاج اخستې. په غونډه كښې سركا??ي ودانې په سولر انرجي د منتقل كولو پرېكړه شو??. هغې ووئيل چې په كومو سيمو كښې په برېښنا سبسډي وركولې شي، هلته ?? سولر پلانټس لګولو پرېكړه شو??. هغې ووئيل چې ټاسك فورس به خپل سپارښتونه مرتب كولو سره وزيراعظم شهباز شريف ته وړاندې كوي.