اسلام آباد 14 جون (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې كله حكومت پرېږدو نو د هېواد د ديواليه كېدو خطر به ختم شوې وي٬ د حكومت د سختو پرېكړو مقصد د هېواد معيشت بچ كول دي۔ په اسلام آباد ??ښې ميډيا سره په خبرو ??ښې ده ووئيل عمران خان راتلونكي حكومت لپاره ستونزې پېدا كولو لپاره په پټروليم مصنوعاتو سبسډ?? وركړه٬ په كال 2018 ??ښې قرض 1500 اربه روپۍ وو او او?? 4 زره اربه دې۔ ده ووېيل آئي اېم اېف سره اولس دښمنه لوظنامې د عمران خان حكومت كړې وې٬ په دې لوظنامه د حفيظ شېخ لاسليك دے٬ مونږ د پي ټي آئي او د قامي حكومت پحقله معلومات نه لرو خو د پاكستان د خزانې وزيرانو په دې لوظنامه لاسليك كړې دې او او?? به موجوده حكومت من و عن دغه لوظنامې مخ په وړاندې بيائي، كه مونږ په دې لوظنامې عملدرآمد ونه كړو نو د هېواد معيشت به لا خراب شي۔ ده ووئيل د اتحادي حکومت جوړولو مقصد د هېواد معيشت بچ كول وو۔ وفاقي وزير ووئيل حكومت زراعت ته خاص پام كوي او په دې سبسډ?? وركوي دغسې چې د غلې د درآمد كولو حاجت نه رامخې ته كېږي۔ ده ووئيل د پاكستان كروندګرو د اتومي چاٶدنو په مهال مونږ كامياب كړې ٶ او د زراعت پېداوار ئې زيات كړې ٶ۔ ده ووئيل پاکستان د اربونو ډالرو خوراكي تېل درامد كوي دغسې چايې هم درآمد كوي٬ اولس ته اپيل كوٶ چې ګرده نړۍ ??ښې د ګرانۍ طوفان راغلې دے دې لپاره اولس دې د خوراكي تېلو او چايې پشمول كوم څيزونه چې درامد كېږي د ھغې استعمال دې كم كړي۔ ده ووئيل مونږ بايد د توان په استعمال ??ښې هم كمې راولو دغسې چې درآمدي بل ??ښې هم كمې راوستې شي۔ ده ووئيل په پي اېس ډي پي ??ښې مونږ 50 اربه روپۍ بېل كړې دي او د وزيراعظم په امر په دې ??ښې 5 اربه روپۍ اضافه شوې ده د??سې چې د هېواد تعمير او د ترقۍ په كار ??ښې خنډان رامخې ته نه شي