انقرہ۔1جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف ترک سرمایه كارو ته په پاكستان كښې د توان په شمول بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه د بشپړه استفادې كولو بلنه وركړې ده۔ د شورؤ په ورځ د ډي اي آئي كے فارن اكنامك ريلېشنز بورډ تر??ېوري لاندې ترك پاكستان بزنس كونسل ته خطاب كښې وزيراعظم ووئيل پاكستان كښې د هائیډل، تھرمل، کول، ون?? او سولر په شمول د توان په څانګه كښې ترك سرمايه كارو لپاره د سرمايه كارۍ په زړه پورې موقعې موجود دي۔ وزيراعظم ووئيل چې يو ش??ېر نوموړو ترك سرمايه كارو دې نه وړاندې په پاكستان كښې سرمايه كاري كړې ده۔ ده باور وركړو چې حكومت به دې منصوبو كښ?? بشپړه مرسته كوي۔ ده ووئيل پاكستان د اوبو ذخيرو او ډېمونو په جوړولو كښې د تركيه د مهارت څخه استفاده كولې شي۔ وزیراعظم ووئي?? د ??اكستان او تركيه ټېكسټائل كمپنۍ پاكستان كښې په خاص توګه بېن الصنعت تجارت او د ګډې منصوبو كښې سرمايه كاري كولې شي۔ وزیراعظم ووئي?? د ??اكستان او تركيه كمپنۍ د تېل او ګاز په څانګو كښې هم په ګډه كار كولې شي۔ وزیراعظم د خپل حكومت تر??يحات په ډاګه كولو سره ووئيل د څلورم نړيوال صنعتي انقلاب په تناظر كښې په خاص توګه د صنعتي پائيدارۍ چېلنجز مخنېوې زيات مهم دې۔ ده ووئي?? د ??اكستان زياتره آبادي په ځوانانو مشتمل ده كوم چې د هېواد په پرمختګ كښې مهم كردار تر??ره كولې شي۔