اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) حکومت د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان، د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ محمود خان او د نورو مشرانو د بيانونو جاج اخستو او د دې په رڼا كښې مقدمې درج كولو لپاره كمېټي جوړه كړې ده او داخله وزير رانا ثناء اﷲ وئيلي دي چې عمران خان د صوابۍ څخه وسله والو سره راوتې ٶ٬ فسادي ټولګې په هېواد كښې اړې ګړې خپرول غواړي، چې ??له د لانګ مارچ اسلام آباد ته د داخلېدو لاره ونيولې شوه نو په پوليس فائرنګ وشو، په پارلمان لاجز او په خېبرپښتونخوا هاٶس كښې هم وسله والو ته پناه وركړې شوې۔ د نهې په ورځ د كابينې غونډې نه پس وفاقي وزير اسعد محمود، او د وزيراعظم سلاحكار قمر زمان کائره سره پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل پاکستان تحريک انصاف خپل سياسي ګوند او ټول سركاري وسائل استعمالولو سره اسلام آباد ته داخل شوې٬ د دوي په ګېنګ كښې كريمنل شامل وو او د نورو څانګو كسان هم دلته راوستې شو او دا مجرمانه سياسي اېجنډا چې ??كښې د قام تقسيمولو او ځوانان په بې لارې كولو مشتمل ده سره په وفاق بريد كړې، په اسلام آباد كښې يو څو زره كسان راغونډ شوي و??۔ ده ووئيل د تحريك انصاف د مارچ چې ??له په ضلع اټك٬ م??انوالي او د اسلام آباد په حدودو كښې لاره ونيولې شوه نو دوي په پوليسو ډزې وكړې او په وسله وال ډول ئې پوليس يرغمال كړل۔ ده ووئيل كله چې د سپريم كورټ آرډر راغلو چې ??ارې دې پرانستل شي، او دوي دې پرېښودل شي او دوي ته په اېچ نائن كښې د جسلې اجازه وركړې شوه او كومې لپاره چې ??ونږ انتظامات هم وكړل٬ د دوي مقصد دلته جلسه او سياسي هلې ځلې كول نه ٶ بلكې دوي دلته اړې ګړې خپرول غوښتل۔ ده ووئيل دوي ته د سپريم كورټ څخه چې ??له موقع ترلاسه شوه نو دې يوې لمحې لپاره ئې سوچ ونه كړو چې دوي به جلسه كوي بلكې دوي دا اراده كړې وه چې ډي چوك ته به خامخه ځي، په ډي چوك كښې د تحريک انصاف درې څلور ??ره كسان راغونډ شوي و??، د دې ټولو تعلق يوې صوبې سره ٶ٬ دا خلق يو دوه ورځې وړاندې راغلي و??، مونږ د يو يو نو?? درج كوٶ٬ دوي په پارلمان لاجز او خېبرپښتونخوا هاٶس كښې پاتې شوي، د پارلمان لاجز كښې د ګرد هېواد غړي مېشته دي٬ پي ټي آئي دلته وسله وال كسان جمع كولو سره لويه غلطي كړې، عمران خان د عدالتي احکاماتو نه پس ډي چوك ته د تګ اعلان كړې ٶ دا نه يوازې د سپريم كورټ د حكم خلاف ورزي و?? بلكې د عدالت توهين ٶ