اسلام آباد۔25مئی (اے پی پی) داخله وزير رانا ثناﺀ الله خان وئيلي دي د پي ټي آئي د عهدېدارانو كورونو څخه د درنې وسلې او ګوله بارود برآمد كېدل د خونړي مارچ ثبوت دې٬ د سياست د نامې لاندې د ترهګرۍ سازش ب?? كله هم برداشت نه كړؤ٬ عمران نيازي دې د خ??بر پختونخوا حكومت سركاري وسائل او مشينري نه كاروي۔ د شورؤ په ورځ د د داخله وزارت ??خوا د جاري شي بيان له مخې داخله وزير ووئيل چې په لاهور كښې د پي ټي ئي د عمومي سېكتر په كور كښې بارود خانه برآمد شوې ده۔ ده ووئيل دا ثبوت دې چې عمران خان سياست نه ترهګري كوي۔ د بې ګناه پوليس ځوان كمال احمد په سينه كښې لګېدلې ګولۍ د كوم ځائې نه راغله۔ ده ووئيل د پنجاب پولیس د ځوان د شهادت نه وروستو په عمران نيازي باور كولې نه شؤ۔ ده ووئيل زه عمران نيازي ته وئيل غواړم چې خونړې انقلاب منسوخ كړي ٬ د آئين ٬ قانون او امن لاره خپله كړي۔ عمران نيازي دې د خ??بر پختونخوا حكومت سركاري وسائل او مشينري خپل فساد لپاره نه كاروي۔ ده ووئيل په آئين او قانون به سختۍ سره عمل كولې شي٬ قانون به يوازې هغه تن نېسي ??وم چې قانون په خپل لاس كښې اخلي۔ ده ووئيل د اولس د ځان او مال تحفظ به په هر قيمت باوري كوؤ