اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د متحده عرب امارات (يو اے اي) سفارتخانې دوره كولو سره د پخوان?? صدر شېخ خليفه بن زايد النهيان په مړينه شاهي كورنۍ٬ اولس او د يو اے ??ي حكومت سره غمرازي ښكاره كړې۔ صدر د متحده عرب امارات د پخوان?? صدر په مړينه د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل د شېخ خليفه بن زايد النهيان په مړينه د پا??ستان اولس غمژن دے ځكه چې ارواښاد د پا??ستان رښتنے او مخلص دوست ٶ۔ ده ووئيل د پخوان?? صدر مرګ سره دواړو هېوادونو ته لوي زيان رسېدلے۔ ده ووئيل پاکستان د متحده عرب امارات د شاهي كورنۍ او اولس په غم كښې برابر شريك دے ۔ د ارواښاد شېخ خليفه بن زيد النهيان پا??ستان لپاره خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره صدر عارف علوي ووئيل د اورواښاد په قيادت كښې د پاکستان او متحده عرب امارات اړيكې لا قوي شوې۔ په دې موقع صدر د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوستي لا ښه او مستحكمولو لپاره د عزم پخلے وكړو۔ دغسې د متحده عرب امارات سفير حماد عبيد ابراهيم سالم الزابي د صدر مملكت عارف علوي غمرازۍ لپاره د سفارت په دوره كولو د ده مننه كولو سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه مضبوطې اړيكې قائم دي۔ ده ووئيل د متحده عرب امارات په اقتصادي پرمختګ كښې د پا??ستانيانو د كردار هم ستائنه وكړه