اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم په هدايت د دادو په فېض محمد درياني چانډيو كل?? كښې د اور ځپليو ته د مرستې چېكونو وركړے شول. دا چېكونه د نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتهارټۍ ??اې?? ډي اېم اے ﴾ لخوا ځپليو ته وركړے شول. د اېن ډي اېم اے لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د اپرېل په 18مه نېټه كال 2022م كښې په ياد شوي كل?? كښې د تېزو هواګانو په وجه د اور په رامېنځ ته شوې پېښه كښې 8 كسان مړه ، 3 ژوبل او 75 كورنې ځپلې شوې وې. د وزيراعظم لخوا ځپليو لپاره د يو كروړ روپو د پېكج اعلان شوے و. چېكونه د پي ډي اېم اے او ضلعي انتظاميې د لارې ځپليو ته وركړې شوي دي.