اسلام آباد۔8اپریل(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د مدينې رياست ??ه اصولو تللو سره مونږ كاميابي ترلاسه كولې شوو٬ پاكستان دومره فرصتونه او صلاحيتونه لري چې دا څه وخت هم مخ په وړاندې روانېدے شي ٬ په هېواد كښې د حكومت بدلولو كومه پرېكړه چې د بهر څخه شوې د دې نه دا ثابته شوه چې كه اولس د خپلې آزادۍ او خپلواكۍ ساتنه ونه كړه نو د بهر نه څوك هم حكومتونه بدلولې شي٬ د نبي علېه السلام لاره د عظمت لاره ده٬ په دې لاره سكون او راحت ترلاسه كېږي۔ پاكستان يو فلاحي رياست جوړول زما په سياست ??ښې د راتللو مقصد ؤ ۔ د “پرله پسې محنت” په سرخط سركاري ټي وي سره مركه كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل د سياست ??ه لار مونږ يو اوږد سفر كړے۔ ده ووئيل د مدينې رياست زمونږ د ټولو لپاره يوه نمونه ده ٬ خود داره قام چاته سر نه ټيټوي ، كله چې رياست ??مزورے شي نو تر ټولو زياته بې وزله طبقه ځپلې كېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل د علامه اقبال خوب دا ؤ چې هېواد د نظريې په بنياد جوړ شي۔ ده ووئيل ما په خپل ژوند كښې هر ډول عروج وليدو۔ ما په ښو سكولونو كښې زده كړې ترلاسه كړې خو مذهبي زده كړې مو هغسې ترلاسه نه كړی۔ ده وو??ېل د پاكستان د وجود او مقصد نه خبر نه وو٬ سيرت النبي (ص) راته چا ښودلے ??ه ؤ ۔ بيا ما د نبي علېه السلام د سيرت مطالعه وكړه ٬ ما د لوئيديز هم مطالعه كړې ۔ زه د خپل ژوند د تجربې په بنياد په دې خبره پوهه شوم چې كله مونږ د لويې څښتن نه په مونځ كښې د نېغې لارې دعا غواړو نو دا لاره ډېره ګرانه ښكارېده ٬ خو حال دا دے چې دا زمونږ د بهترۍ لاره وه ٬وزيراعظم وو??ېل بله لاره د خواهشاتو وه خو هغه د عارضي خوشحالۍ لار ده۔ اصلي خوشحالي په نېغه لاره كښې ده او دا لاره ګرانه ده۔ د نبي كريم ﷺ لاره د عظمت لار ده۔ ده ووئيل زمونږ ځوان كول د بالي وډ سټار او پاپ ميوزك نه متاثره كېږي۔ دا ظاهري خو ښه ښكاري ولې دننه داسې نه وي۔ ده ووئيل په نېغه لاره كښې سكون او راحت دے۔ وزیراعظم ووئيل زه هره ورځ د شپې اوده كېدو نه وړاندې د خپل ځان جاج اخلم ٬ دې نه زه په نېغه لاره پوهه شوے يم۔ ده ووئيل پاك پروردګار انسانانو ته په نېغه لاره د تللو حكم وركړے ۔ په دغه لارو تللو كښې د انسانانو عظمت دے۔ ده ووئيل كه پاك پروردګار زما په زړه كښې ايمان ??ه ؤ اچولے زه به سياست ته راغلے نه ووم۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل ما چې د ژوند كوم هدفونه ټاكلي وو هغه مې سر كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل ما اسلامو فوبيا مخ په زياتېدو ليدلې٬ دا د س??ما?? رشدي د كتاب نه پېل شوه٬ كوم مس??ما?? سكالر يا هېواد د دې د مخنيوي سوچ هم نه شو كولے ۔ مونږ په هر يو فورم د دې فعاله ځواب وكړو۔ د نائن الېون نه وروسته ترهګري اسلام سره وتړلې شوه ٬ د اسلامو فوبيا په ضد په هر فورم د غږ پورته كولو نتيجه دا رامخې ته شوه چې په ګرده نړۍ كښې 15 مارچ د اسلاموفوبيا په ضد د نړيوالې ورځې په توګه د ??ما??ځلو پرېكړه وشوه او دا درناوے پاكستان ته ترلاسه شوے ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل كلمه طبيه انسان آزاد او خپلواكه كوي۔ د پاك پروردګار نه سوا بل چا ته ټيټدل شرك دے ٬ دا لاره په انسانانو كښې خود داري راپېدا كوي۔ ده ووئيل مونږ د نبي علېه السلام د سيرت نه د ځوان كول خبرولو له رحمت للعالمين اتھارټي جوړه كړې۔ ده ووئيل د كوچنيانو ذهني تربيې له به اسلامي كارټون او په مس??ما??انو اتلانو د تركيه په څير ډرامې جوړولې شي۔ ده ووئيل فحاشۍ د كومې ټولنې لپاره تباهي ده۔ د دې د لاسه كوچنيانو سره زياتے او د مېرمنو سپكاوے كېږي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل نبي علېه السلام د نړۍ عظيم انسان دے٬ هغه 13 كاله په ستونزو كښې تېر كړي ۔ ده ووئيل په مزاحمت كولو انسان قوي كېږي٬ ده ووئيل قائداعظم سره په اولنو ورځو كښې ډېر كم ملګري ولاړ وو۔ د حق ملګري كم وي۔ پاكستان د 22 كروړه خلقو هېواد دے خو د بده مرغه زمونږ لارښود وائي چې سوالګري خپلې پرېكړې په خپله نه شي كولې ۔ قامونه په قربانۍ وركولو جوړېږي۔ پاكستان زياتې موقعې او صلاحيت لري۔ دا قام كله هم اودرېدے شي۔ دلته ډېر عظيم خلق شته په كومو كښې چې زياتره د هېواد نه بهر خذمات ترسره كوي۔ ده ووئيل څه وخت چې قام د عظمت په لاره روان شي خپلې مسئلې به حل كړي٬ د نړۍ مخې ته كه اودرېږي پرمختګ به وكړي۔ ده ووئيل د نبي علېه السلام په دور كښې په مدينه كښی 10 كلونو كښې يوازې 1200 كسان ووژلې شوي وو او يو لاك نه زيات كسان مس??ما??ان شوي٬ دا د كردار جوړونه ده۔ ده ووئيل زه قام سره د امر بالمعروف خبره كوم ٬ په هېواد كښې د حكومت بدلولو كومه پرېكړه چې د بهر څخه شوې د دې نه دا ثابته شوه چې كه اولس د خپلې آزادۍ او خپلواكه ساتنه ونه كړه نو د بهر نه څوك هم حكومتونه بدلولې شي