پېنډۍ 29 مارچ (اے پي پي) سکيورټي فورسز او د خېبر پښتونخوا پوليس د لکي مرو?? په شېر خېل سيمه كښې په مشتركه عملياتو كښې څلور ترهګر وژلي او يو نيولے دے ۔ د آئي اېس پي آر له مخې د نهې په شپه پوځ او پوليس په ياده شوې سيمه كښې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع عمليا?? پېل وكړل٬ په دې موقع د ډزو په تبادله كښې څلور ترهګر ووژل شول او د څلورو واړو ترهګرو شناخت د ترهګر كمانډر ساجد٬ ترهګر عليم، د ترهګر آفتاب او د ترهګر فضل الرحمان په نامه شوے ۔ امنيتي ځواكونو د وژلے شوو ترهګرو څخه وسله او ګوله بارود هم برآمد كړي۔ وژلې شوي ترهګر د ترهګرۍ په وارداتو كښې كك?? وو۔ دا ترهګر په جنورۍ كال 2022 كښې د اېف سي د يو عسكر د شهاد?? په پېښه كښې هم كك?? ؤ۔ د آئي اېس پي ار له مخې د سيمې ځائي اولس د عملياتو ستائنه كړې او سيمې څخه د ترهګرۍ د لعنت خاتمې لپاره ئې د ملاتړ څرګندونه كړې