اسلام آباد 25 مارچ (اے پي پي) د كورنيو چ??رو وزير شېخ رشيد احمد سپارښتنه كړې د سياسي ??وندونو په جلسو بايد د اسلام آباد وګړي په تګ راتګ كښې د ستونزو سره مخ نشي، انتظاميه دې دا خبره باور كړي چې سياسي ??وندونه خپلې جلسې تر مختص ځايونو اوساتي۔ د جمعې په ورځ د دا??له وزارت لخوا جاري بيان له مخې دا??له وزارت كښې د سياسي ??وندونو جلسو پحقله م??مه غونډه د وفاقي وزير شېخ رشيد احمد په مشرۍ كښې شوې۔ په غونډه كښې د وزيراعظم د پارلماني چ??رو سلاحكار ډاکټر بابر اعوان، دا??له سېكتر پشمول د اسلام آباد او پېنډۍ انتظاميې او د پوليس اعلٰې چارواكو ګډ??ن وكړو۔ ۔ په غونډه كښې د اسلام آباد پوليس معاونت لپاره د پنجاب او خېبر پښتونخوا اضافي نفري راغوښتلو او امن او امان باوري كولو لپاره رېنجرز او د اېف سي د اضافي نفرۍ راغوښتلو هم پرېكړه شوې ٬ د سياسي جلسو سكيورټي لپاره به په دا??له وزارت كښې كنټرول روم هم جوړولې شي ۔ په دې موقع ډاكټر بابر اعوان ووئيل حكومت به د وګړو د ځان او مال تحفظ لپاره هره آئيني لاره خپلوي