اسلام آباد۔18فروری (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري وئيلي دي پاکستان ایران سره د ملګرتيا او ورورولۍ خپلو پخوانو اړ??كو ته زيات اهميت وركوي او موجوده حكومت په پارليماني او معاشي څانګو كښې مرستې ته وده وركولو سره دوه اړخيزه اړ??كې لا مستحكم كول غواړي۔ هغه ووئيل پاکستان او ایران د مذهب ٬ ورورولۍ او د ګاونډیتوب په تلپاتې اړیکو کښې تړلی دی او د مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو په اړ?? يو ډول دريځ لري۔ هغه د دې خيالاتو څرګندونه په پاكستان كښې تعينات د ايران سفير سيد محمد علي حسني سره خبرو كښې وكړه ??ا چې ده سره د زيارت په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ ډ??ټي سپيكر ووئيل دواړو ??ېو??دونو په هر سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړې ده او د كش??ير او فلسطين په شمول ټوله منطقه كښې امن او استحكام كښی خوښي لري۔ هغه ووئيل د كش??ير په اړ?? د ايران ښكاره دريځ ته پاكستان د قدر په سترګه ګوري۔ ډ??ټی سپیکر د پاك ايران پولو دواړو اړخونو ته د تجارتي منډيانو جوړولو پرېكړه خوشبينه وګرځوله چې ورسره به د ځائي خلكو تجارت مضبوطولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ د ايران سفير سيد محمد علي حسني ووئيل ايران پاكستان سره خپلو اريكو ته د قدر په سترګه ګوري او زمونږ حكومت پاكستان سره اړ??كې لا مضبوطول غواړي۔ هغه په سيمه ايزو او نړيوالو فورمونو د ايراني دريځ په حمايت كولو د پاكستاني حكومت او اولس مننه وكړه۔ هغه د دواړو ??ېو??دونو د پارليمانونو ترمينځه رابطو ته د ودې وركولو وړاندېز سره اتفاق كولو سره ووئيل دې سره به همغږۍ ته وده ترلاسه شي او دواړه اولس يو بل ته لا نزدې كولو كښې به مرسته ترلاسه شي