اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د نواز شريف جعلي ميډيکل رپورټ د پاکستان قانوني نظام سر?? د ټوقو مترادف دے، شريفه كورنۍ دې د جعلي ميډيکل رپورټس رالېږلو سلسله بنده كړي، نواز شريف سر?? آسانه لاره هم دا ده چې ھغه د پاكستان د اولس پېسه واپس كړي۔ دا خبرې ده د نهې په ورځ د نواز شريف ميډيکل رپورټ پحقله خبرو كښې وكړې ۔ وفاقي وزير ووئيل د نواز شريف پحقله يو دلچسپ ميډيكل رپورټ هائي كورټ كښې جمع كړے شوے ٬ په دې رپورټ كښې په واشنګټن كښې مېشته ډاکټر شال په لندن كښې د مېشته نواز شريف پحقله ليكلي چې ھغه فشار سر?? مخ دے او د كرونا له امله د نواز شريف حالات داسې نه د?? چې د پاكستان سفر وكړے شي۔ د اطلاعات وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د نواز شريف لخوا په امريكا كښې د ذاتي معالج څخه د جعلي ميډيكل رپورټس پاكستان ته رالېږل د پاكستان عدالتي نظام او قوانين پورې د ټوقو مترادت دے٬ خو جعلي رپورټ رالېږلو ??ه د ھغه مقصد حل نشي۔ وفاقي وزير ووئيل په رپورټ كښې صرف دا كمے دے چې نواز شريف ته د هائيډ پارك نه علاوه بل ځائ د واك كولو اجازه نشته، دې سر?? ??ه د ھغه سټرېس زيات شي۔ ده ووئيل شريفه كورنۍ دې د جعلي رپورټس پاكستان ته د رالېږلو نه ډډه وكړي۔ ده ووئيل هيله لرو چې عدليه ??ه د داسي جعلي رپورټس نوټس واخلي او د هېواد وقار به بحال كړي