ملتان 30 جنوري (اے ??ي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې يوسف رضا ??ېلاني چې څنګه منتخب شوے، هغه مونږ سره راز دے، ??ي پي دې د لانګ ??ار?? شوق پوره كړي، پيپلز ګوند چې څنګه په سېنېټ كښې د سټېټ بنك په بل نظر??ان?? كړې، هم داسې به د لانګ ??ار?? په پرېكړه هم نظر??ان?? كوي، كه ??ي پي د پنجاب په پلو لانګ ??ار?? وكړو نو علي زېدي هم د سندھ په پلو ?? لانګ ??ار?? كال وركړے دے. تېره ورځ په ملتان كښې مېډيا سره په خبرو كښې خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي ووئيل چې په پي ډي اېم كښې اتحاد نه دې پاتې شوے، ن ليګ وائي چې پيپلز ګوند د سټېټ بنك په بل د دوي ملګرتيا كړې ده. ده ووئيل چې مولانا فضل الرحمان مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند ته وئيلي دي چې دوي دې د خپلو ??ېر حاضر غړو څخه ځواب طلب كړي. ګېلاني صاحب وائي چې د شپې په 12 بجې هغه اېجنډا ترلاسه كړې، كه يوسف رضا ??ېلاني غوښتل نو په 5 ساعته كښې اسلام آباد ته رسېدلې شو. ده ووئيل چې د ??ار?? په 22مه او 23مه نېټه پاكستان د اسلامي خارجه وزيرانو د غونډې كوربتوب كوي كومې لپاره چې د ټولو ??سلامي هېوادونو خارجه وزيرانو ته خطونه ليكل شوي دي. د دې غونډې مقصد د اسلامي امت په مسئلو ??ور كول او په دې لړ كښې په اتفاق سره لائحه جوړول دي. مونږ به مېلمنو وزيرانو ته د ??ار?? د 23مې نېټې پريډ ښايو، هغوي به د دې قومي ورځې نه خوند واخلي. ده ووئيل چې د هند اصل څېره نړۍ ته څرګنده شوې ده. د هندوستان حكومت په هندو توا نظريه كښې قېد دے. ده ووئيل وزيراعظم به د فرورې په 4مه نېټه چين ته ځي. هغه چين سره د يووالي څرګندنې لپاره روان دے. چين زمونږ ستراتېژيكي شراكتدار دے. چين سره به په سباٶن كښې د تجارت په وده، سي پېك، د منطقې په صورتحال او په خاص توګه د افغانستان او كشمير په خرابېدونكي صورتحال هم خبرې كولې شي.