كراچي 24 جنوري (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي په ځايې او نړيواله كچه د ??اك??تان كلتوري او روايتي برانډز ته وده وركولو لپاره د تعليم څانګې٬د صنعت او ماركيټ ترمينځه د روابط په زياتولو زور راوړے۔صدر مملكت د ګل په ورځ د كراچۍ په ګورنر ها??س كښې د ??اك??تان برانډ ودې په اړه د راجوړې كړې غونډې مشري كوله۔صدر مملكت ووئيل مونږ له خپلو د لاس جوړولو څيزونو ته په هره كچه ودې وركولو لپاره يو منظم انداز فكر خپلول او په ګډه كار كول پكار دي۔ده ووئيل په ??اك??تان كښې يو بشپړ كلتور او تهذيب شته كه چرې هغې ته په مناسب ډول وده وركړې شوه نو دا د غېر ملكي سرمايه كارۍ لپاره زړه راښكونكې جوړېدې شي۔صدر ډاكټر عارف علوي ځايې برانډز لپاره د ځايې ماركيټونو ??وي كولو سره د ??اك??تاني برانډز جوړولو په ضرورت زور راوړو او وې وئېل د ??اك??تان په لويو ښارونو ??ښې يو مستند جامع ډائرېكټري او ډسپلے سنټرې جوړولو سره بايد مونږ خپلو دستكارو ته دستاويزي شكل وركړو۔په غونډه كښې د ټرېډ ډوېلپمنټ اتهارټي آف ??اك??تان سېكرټري او د پي اېچ اېم اے چيئرمېن٬د پي آر جي اېم اي اے چيئرمېن٬د ??اك??تان اپيرل فورم چيئرمېن٬د ملټي نېشنل ايكسپورټ بيورو سي اي او٬آئي بي پي سي٬د ??اك??تان كاټن فيشن اپيرل استازو او نورو ګډون كولو۔