اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي)د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير سېنېټر سيد شبلي فراز د اقتصادي او سماجي پرمختګ لپاره د سائنس او ټېكنالوجي څانګه د جديدو تقاضو سره د سمولو په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي ځوانانو ته د بلاك چين ټېكنالوجي او د انفارمېشن پش??ول د نورو رامخې ته شوو ټېكنالوجيز د تربيې وركولو ضرورت دے٬د حكومت نوې سائنس او ټېكنالوجي انووېشن پالېسي د پاكستان د پرمختګ ماسټر پلان دے٬په برآمدات كښې به د سائنس او ټېكنالوجي برخه زياتولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د “وړومبي پاكستان بلاك چين سمټ 2022″ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔ده ووئيل پاكستان په اقتصادي توګه مضبوطولو لپاره ځوانانو ته رامخې ته شوو ټېكنالوجيز كښې تربيت وركول پكار دي ٬حكومت ??ه ستارټ پس او آئي ټي څانګه كښې د ځوانانو ډاډګيرنه كوي۔سېنېټر شبلي فراز ووئي?? د ??لاك چين ټېكنالوجۍ څخه په بشپړه توګه د استفادې كولو او په پاكستان كښې د دې نفاذ لپاره د وړاندې تللو ضرورت دے۔ده ووئي?? د ??ائنس او ټېكنالوجۍ په څانګه كښې به مخ په وړاندې تلل وي۔ ده ووئېل د هېواد معيشت مضبوطولو لپاره به نړۍ سره اوږه په اوږه تلل وي۔د سائنس انقلاب زمونږ سباؤن دے۔ده ووئيل د هېواد په برآمدات كښې به د سائنس او ټېكنالوجۍ برخه زياتولې شي