اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي په هېواد كښې د انف??رم??شن ټيکنالوجي د حاضر وخت تقاضو سره سمولو لپاره د آئي ټي صنعت ته ترقي وركولو او د ځوانانو تربيت يافته جوړولو په ضرورت زور رواړلو سره وئيلي دي د آئي په څانګه كښې د پرمختګ بلها امكانات شته ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې د هواوے مقابلو پائې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړ?? ۔ ??ه دستوره كښې د آئۍ ټي وفاقي سېكرټري ډاکټر سهېل راجپوت، د هواوے نائب صدر مډل ايسټ ريجن وانګ شان لي او د آئي ټي سره ټرون لرونكو پوهانو ګډون وكړو۔ صدر ووئيل مونږ له په هېواد كښې د ټېكنالوجۍ فرق لرې كول دي، پاکس??ان د انف??رم??شن ټيکنالوجۍ او سائبر سکيورټي پوهانو جوړولو ته اړتيا لري ۔ ده ووئيل د انټرنېټ او اېميزون د لا??ې د كور نه كاروبار كېدے شي۔ ده ووئيل هېواد كښې د آئي په څانګه كښې د پرمختګ بلها امكانات شته ، پاکس??ان د غلي انقلاب سفر كوي٬ خواهش لرم چې ځوانانو لپاره موقعې راپېدا كړې شي۔ صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل پاکس??ان ډيجيټل ټرانسف??رم??شن پلو روان دے٬ لېنډ ريکارډ کمپيوټرائزډ كوٶ دغسې چې د كرپشن خاتمه وكړې شي۔ صدر مملکت په دستوره كښې خپل ګډون د اعزاز وړ ګرځولو سره ووئيل د پاكس??ان ډلې په هواوے مقابلو كښې وړومبے او دوېم پوزيشن ترلاسه كړے په دې ورته زه مباركي وركوم۔ په دې صدر مملکت په دستوره كښې د پاكس??ان كاميابې ډلې له د هواوے لخوا د 20 زره ډالرو چېك هم وركړو