لاهور۔5دسمبر(اے پی پی)د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور وئيلي دي په ??وانه وضعه كښې د افغانستان یوازې پرېښودل به یوه تاریخي تېروتنه وي او خطرناكې نتيجې به ئې رامخې ته شي٬ كه د افغانستان مهمې مسئلې ته پام ونكړې شي نو دغلته بشري بحران رامخې ته كېدې شي د كوم قابو كول به چ?? بيا د چا د وس كار نه وي ٬ د برېطانيې په ??مول ټولې نړۍ له به د افغان اولس غېر مشروطه مرسته كول وي٬ یو مضبوط او باثباته افغانستان د ټولې نړۍ په ګټه دې۔ د ګورنر هاوس لاهور څخه جاري شوي يو بيان ترمخه د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور د برطانيې د دورې په مهال په لندن كښې برطانوي وزير زېك ګولډ سمتھ سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې د دوه اړخيزه اړيكو او د افغانستان او سيمې روانې وضعې په ??مول په نورو مسئلو خبرې وشوې۔ د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور د برطانيې وزير ته د افغانستان د خلكو اقتصادي او نورو مسئلو او په ??فغانستان كښې امن لپاره د پاكستان د اقداماتو په ??ړه بريفنګ وركړو۔ د پنجاب ګورنر ووئيل د افغانستان په يو نكاتي ايجنډا د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل غونډه په پاكستان كښې كېدل خوشبينه دي ولې چې دا مهال د اسلامي نړۍ په ??مول د ټولې نړۍ مسوولیت دې چې د افغانستان معامله له پامه غورځولو پالېسي اختيارولو په ځائې دغلته اولس ته د خوراك څښاك په ??مول د نورو آسانيو وركولو او د انسانيت تحفظ له خپل كردار ترسره كړي۔ په ملاقات ك??ې د برېتانیا وزیر زېک ګولډ سمتھ په ??فغانستان ك??ې د بنيادي آسانيو او د بشري حقونو تحفظ له د ګامونو باوري كولو سره اتفاق وكړو۔ هغه ووئيل په ??فغانستان کې د بشریت ساتنه د ټولو مسوولیت دی او د بریتانیا حکومت به په ??ې لړ كښې حتما ً خپل كردار ترسره كړي۔