اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم ع??ران خان د سي پيك په منصوبو كار په ټاكلي وخت كښې بشپړولو لپاره د عزم څرګندونې سره وئيلي دي د هېواد په ګ??ه د اوږد مهاله منصوبو لپاره د پاليسيو تسلسل لازمي عنصر دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبو پيش رفت په اړه د جاج اخستو غونډې مشري كولو په وخت وكړه۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اسد عمر، علي زيدي، حماد اظهر، وزيرا??ظم د خزانې صلاحكار شوکت ترين، د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد، د سي پيك په اړه د وزيرا??ظم خاص مرستيال خالد منصور او اعليٰ چارواكو ګډون وكړو۔د سي پيك لپاره خاص مرستيال خالد منصور په غونډه كښې د سي پيك په منصوبو د پيش رفت په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔غونډې ته په خپله وينا كښې وزيراعطم ع??ران خان ووئيل په سي پيك پروژو به كار په خپل ټاكلي وخت كښې بشپړولې شي، پاکستان او چين آزمائيلې شوي ملګرې دي، حکومت د سي پيك پروژو له عملي شکل وركولو او په هغې عملدرآمد ته پام لرنه كوي۔ده ووئيل د هېواد په ګ??ه د اوږد مهاله منصوبو لپاره د پاليسيو تسلسل ضروري دے۔ده ووئيل حکومت د سي پيك په لوظنامو عملدرآمد له لوظي دے